د ولسمشر غني پر ټویټ د پاکستان غبرګون او د پښتین پر نیونه ولسي غبرګونونه


تاند (سې شنبه، د دلوې ۸) په داسې حال کې چې د پېښور محکمې د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر منظور پښتین ضمانت ونه مانه او پرېکړه یې وکړه چې نوموړی د ډېره اسماعیل خان جېل ته ولېږي، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د منظور پښتین د نیول کېدو په اړه د افغانستان د ولسمشر پر وروستي ټویټ نرم غبرګون ښکاره کړ.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت نن (سې شنبه) په یوه بیان کې د ولسمشر غني د ټویټ د ردولو په ترڅ کې ویلي«موږ باور لرو چې دا ډول بیانونه د دوو هیوادونو ترمنځ د ښه ګاونډیتوب له ودې سره مرسته نه کوي.»

ولسمشر غني د دوشنبې په ورځ د منظور پښتین پر نیول کېدو اندېښنه ښکاره کړه، ویې ویل«په داسې حال کې چې زموږ سیمه د تروریستي تشدد او تروریزم له بې رحمیو ځوروېږي د سیمې حکومتونه باید د عدالت لپاره د سوله ییزو مدني حرکتونو ملاتړ وکړي او تشویق یې کړي او باید د داسې غورځنګونو پر ضد له زور او تشدد څخه ډډه وکړي.»

ولسمشر غني په یوه بل ټویټ کې کښلي«د منظور پښتین او د هغه د ملګرو پر نیول کېدو خوابدی شوم. زه په دې برخه کې د بخښنې د نړیوالې ټولنې له اندېښنې سره موافق یم او هیله لرم چې دوی ژر تر ژره خوشي شي.»

خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت یادونه کړې چې اسلام اباد له افغانستان سره د نه مداخلې او نه لاسوهنې د اصل پر اساس د زړه له کومې ښې اړیکې غواړي.

شاوخوا یو کال پخوا د پاکستان حکومت د منظور پښتین په اړه د افغانستان د ولسمشر اشرف غني پر ټویټ تر دې ډېر سخت غبرګون ښودلی و. ځینو خلکو د ښاغلي غني هماغه ټویټ له اتوم بم سره تشبه کړی و.

د بشري حقونو نړيوالو ادارو ايمنسټي انټرنېشنل او هيومن رايټس واچ همداراز د پاکستان د بشري (انساني) حقونو کمیسیون د منظور پښتين په نيولو خپګان او اندېښنه ښودلې او غوښتنه یې کړې چې ژر تر ژره دې خوشي شي.

د پاکستان په سنا جرګه کې ځينو سناتورانو د پښتین نیونه غندلې ده. د (بلوڅ) نېشنل پارټۍ مشر ميرحاصل خان بيزنجو د سنا جرګې له مشر څخه وغوښتل چې پښتين خوشي کړي.

ده زياته کړه:«داسې کارونه خلک پاروي او دا حکومت او دولت ته زیان اړوي. زه غوښتنه کوم چې يا تاسو د منظور پښتين د ژر تر ژره خوشي کولو حکم وکړئ او يا دې د کورنيوو چارو وزير دلته راشي. خپل ځواب دې ووايي.»

 په غونډه کې د پاکستان د واکمن ګوند کوم سناتور د دې خبرو په ځواب کې څه ونه ويل. د اپوزیسیون پښتونخوا ملي عوامي ګوند سناتور عثمان کاکړ وویل، د منظور پښتين نیونه پښتانه ځوانان تشدد ته مجبوروي.

ده زياته کړه: «دوی غواړي چې ټول پښتانه وپارېږي. ټول نړیوال به پرې غبرګون وښيي. که سنديان دي که بلوچان دي او که پښتانه دي… ټول به پر دې غبرګونه وښيي. هر چا چې د منظور د نيولو فیصله کړې هغه غواړي چې ځوانان تشدد ته۹ مخه کړي خو زموږ ځوانان بايد داسې ونه کړي. زه غوښتنه کوم چې منظور دې ژر تر ژره خوشي شي.»

د پښتون ژغورنې غورځنګ په دې هدف رامنځته شو چې د پښتنو غیرقانوني نیونې او وژنې ودرول شي، د پښتنو په سیمو کې د پوځ له لوري ایښودل شوي ماینونه پاک شي او د پوځ په پوستو کې له پښتنو سره ناوړه چلند ختم شي.

د پېښور محکمې پولیسو ته ۱۴ ورځې واک وسپاره چې پر منظور پښتین د لګول شویو تورونو په اړه پلټنې وکړي.

پښتین وړمه شپه د شپې شاوخوا ۲ بجې له شپږو ملګرو سره د پېښور په تاکال کې ونیول شو.

د محکمې د حکم پر اساس پښتین د ۱۴ ورځو لپاره جېل ته ولېږل شو خو ملګري یې خوشي شول.

پښتون ژغورنې غورځنګ د خپل مشر منظور پښتین د نیول کېدو په اعتراض کې نن په پاکستان او نورو هیوادونو کې د پراخو احتجاجونو د کولو اعلان کړی دی. په ګڼو ښارونو کې مظاهرې او احتجاجي غونډې جوړې شوي او برخوالو یې د منظور پښتین د خلاصون غوښتنه کړې ده.