محکمې د منظورپښتین ضمانت رد کړ – KHABARIAL.COM


خبریال ډاټ کام/ د پاکستانیو پولیسو له لوري د منظور پښتین نیول کیدل په نړیواله کچه غبرګونونه راپورته کړي دي.

د منظور پښتين له نيونې سره سم د بشري حقونو فعالان، نړیوالې ادارې،  چارواکي ، لر او بر پښتانه غوصه کړي دي.

په غبرګونونو کې د منظور پښتین دخوشې کیدو غوښتنې شوي خود پښتونخوا مرکز پېښور کې یوې محکمې د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر منظور پښتین ضمانت ونه مانه.

ویل کیږي د ضمانت له منلو وروسته به پښتین  ډېره اسماعیل خان زندان ته وړل کېږي.

د پښتون ژغورنې دغورځنګ مشر منظور پښتین تیره وړمه شپه پاکستانیو پولیسو له خپلو شپږو ملګرو سره په تاکال سیمه کې ونیوه.

له منظور پښتین سره نیول شوي د هغه شپږ ملګري پولیسو خوشې کړي خو نوموړی یې له ځان سره ساتلی دی.

پولیس وايي، د دوی پر ضد په ‌‌‌‌‌‌ډېره اسماعیل خان کې د پولیسو رپوټ ثبت شوی دی او هغوی ته به یې سپاري.

د ‌‌‌‌‌‌ډېره اسماعیل خان پولیسو رپوټ کې ویل شوي، د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین په دغه ښار کې په یوه غونډه کې د پاکستان اساسي قانون رد کړی و.

خو د پښتون ژغورنې د غورځنګ مخکښ غړی او د پاکستان قامي اسمبلۍ کې د وزیرستان استازی محسن داوړ بیا د پولیسو رپوټ یوه ډرامه بولي.

د منظور پښتین د خوشي کېدو په ملاتړ د افغانستان په مختلفو ښارونو کې هم لاریونونه شوي دي.

د افغانستان په ننګرهار، کونړ، لغمان، خوست او مرکز کابل کې هم د منظور پښتین په ملاتړ لاریونونه دوام لري او د خوشې کیدو غوښتنه یې کیږي.

د بښنې نړیوالې ادارې د اسیا څانګې هم د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر د منظور پښتین د سملاسي خوشي کېدو غوښتنه کړې ده.

بل لور ته افغان ولسمشر محمد اشرف غني د پښتون ژغورنې غورځنګ بنسټګر منظور پښتین د نیونې په تړاو په غبرګون کې ویلي، چې د ښاغلي پښتین او د هغه د ملګرو نیونې خواشينى کړى.

خو د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي بیا د ولسمشر غني ټوېټري پيغامونه د پاکستان په کورنيو چارو کې لاسوهنه بللې.

قريشي په خپره کړې اعلاميه کې ويلي، د دوى په اند دغه راز ويناوې د دوو هېوادونو د خپلمنځي اړيکو له ښه کولو سره مرسته نه کوي.

لر او بر د پښتین د خوشې په ملاتړ لاریونه اوس هم دوام لري.





Source link

Leave a Reply