افغانستان د رسنیو آزادۍ څخه د ملاتړ نړیوال پیوستون سره یوځای شو


افغانستان رسما د رسنیو آزادۍ څخه د ملاتړ نړیوال پیوستون سره یو ځای شو، چې  د افغانستان د حکومت په استازولۍ دغه سند د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش لاسلیک کړ.

 د رسنیو آزادۍ څخه د ملاتړ نړیوال پیوستون په ټوله نړۍ کې د رسینو او خبریالانو د آزادۍ د ښه والي په برخه کې کار کوي، چې تر دې وروسته افغانستان هم د همدغو هېوادونو په کتار کې شمېرل کېږي.

تر دې مهال د افغانستان په ګډون ۳۵ هېوادونه د رسنیو آزادۍ څخه د ملاتړ نړیوال پیوستون غړیتوب لري، چې ښايي راتلونکي کې یو شمېر ډېر نور هېوادونه هم دغه لړ کې یو ځای شي.

دغه سند تیره
ورځ ( دوشبنه سلواغې ۸ ) کابل کې د ولسمشر غني د دویم مرستیال سرور دانش له لوري
لاسلیک شو.

ښاغلي دانش د
اړوند مراسمو په ترڅ کې وویل، چې  ددغه سند
په لاسلیک سره زموږ مسؤلیتونه ډېرېږي، او ژمنه کوي چې د رسنیو د آزادۍ او د
خبریالانو د خوندیتوب لپاره به په کور دننه او بهر جدي پاملرنه وکړي.

افغانستان د
نړۍ یو له هغه هېوادونو څخه شمېر کېږي چې رسنۍ او خبریالان یې له جدي ګواښونو او ستونزو
سره مخ دي.



Source link

Leave a Reply