د منظور پښتین ضمانت ونه منل شو


د انځور حقوق
Getty Images

Image caption

د منظور پښتين نيونې د انساني حقونو د فعالانو، نړیوالو ادارو او چارواکو غبرگون پارولی دی.

د پښتونخوا مرکز پېښور کې یوې محکمې د پښتون ژغورنې غورځنګ د بنسټګر او مشر منظور پښتین ضمانت ونه مانه او اوس به د ډېره اسماعیل خان زندان ته وړل کېږي.

د پېښور پولیسو وړمه شپه منظور پښتین له شپږو ملګرو سره د ښار په تاکال سیمه کې ونیو.

پولیسو نور شپږ کسان خوشي کړل او نوموړی یې ځان سره وساته د پېښور پولیس وايي، د دوی پر ضد په ‌‌‌‌‌‌ډېره اسماعیل خان کې د پولیسو رپوټ ثبت شوی دی او هغوی ته به سپارل کېږي.

د ‌‌‌‌‌‌ډېره اسماعیل خان پولیسو رپوټ کې ویل شوي، د پښتون ژغورنې غورځنګ بنسټګر منظور پښتین په دغه ښار کې د جنورۍ پر اتلسمه نېټه یوې غونډې ته وینا کې د پاکستان اساسي قانون رد کړی و.

خو محسن داوړ د پولیسو رپوټ یوه ډرامه بولي او زیاتوي، ” دا ډرامه ده، ځکه څو احتجاجونه را روان دي، د هغه د مخنیوي لپاره نیول شوی دی”.

“دروند احتجاج”

د پښتون ژغورنې غورځنګ یو مشر او د پاکستان قامي اسمبلۍ کې د وزیرستان استازی محسن دوړ پرون بي بي سی ته وویل، نن د سې شنبې په ورځ به د غورځنګ غړي د پاکستان په ټولو ښارونو کې “دروند” احتجاج کوي.

ښاغلي دوړ بي بي سي سره په يوه ځانګړې مرکه کې وويل دا لاريونونه به نه يوازې د پاکستان په ټولو ښارونو بلکې په نورو هېوادونو کې هم وي.

نوموړى وايي “د نړۍ په هر هغه ښار کې چې د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي موجود وي احتجاج به وشي، ټول پاکستان او ټولې نړۍ ته به مالومه شي چې حکومت له هغو سياسي فعالينو سره څه راز چلند کوي چې د بنسټيزو او قانوني انساني حقونو خبره کوي.”

افغانستان کې لاریونونه

د منظور پښتین د خوشي کېدو په ملاتړ د افغانستان په مختلفو ښارونو کې هم لاریونونه پلان شوي دي.

د کونړ مرکز اسعداباد کې هم لسګونه ځوانانو لاریون کړی او د پاکستان له حکومت یې وغوښتل چې منظور پښتین سملاسي خوشی کړي.

پلازمېنه کابل کې هم د پاکستان د سفارت مخته لاریون شوی او د نوموړي د خوشي کېدو غوښتنه پکې شوې ده.

غبرګونونه

د منظور پښتين نيونې د انساني حقونو د فعالانو، نړیوالو ادارو او چارواکو غبرگون پارولی دی.

د بښنې نړیوالې ادارې د اسیا څانګې د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر د منظور پښتین د سملاسي خوشي کېدو غوښتنه کړې ده.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د پښتون ژغورنې غورځنګ بنسټګر منظور پښتین د نیونې په تړاو په غبرګون کې ویلي چې د ښاغلي پښتین او د هغه د ملګرو نیونې خواشينى کړى.

خو د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي د ولسمشر غني ټوېټري پيغامونه د پاکستان په کورنيو چارو کې لاسوهنه بللې.

ښاغلي قريشي په خپره کړې اعلاميه کې ويلي د دوى په اند دغه راز ويناوې د دوو هېوادونو د خپلمنځيو اړيکو له ښه کولو سره مرسته نه کوي.



Source link

Leave a Reply