د منظور پښتین د نیول کیدو په اړه غبرګونونه | سيمه | DW


د منظور پښتین تر نیول کیدو سملاسي وروسته د پاکستان په ټولنیزو رسنیو کې د هغه د آزادیدو له پاره یو ټرینډ لاندې باندې کیږي. د پاکستان په پارلمان کې د وزیرستان استازي او د پښتون ژغورنې د غورځنګ یوه مشر محسن داوړ محسن دواړ د خپل ټویټر په پیغام کې لیکلي دي چې منظور پښتین د یکشنبې په شپه په تهکال کې نیول شوی دی. هغه په خپل پیغام کې وړاندې لیکلي: «د سوله ایزې او دیموکراتیکي لارې د حق د غوښتو دا زموږ سزا ده. خو د منظور نیول به زموږ هوډ نور هم غښتلی کړي.» هغه په سملاسي توګه د منظور پښتین د آزادیدو غوښتنه کړې.

د پولیسو دریځ څه دی؟

د پاکستان «ډان» انګلیسي ورځپاڼې ته د تهکال د پولیسو د ماموریت یوه چارواکي شیراز خان د منظور پښتین نیول تائید کړي دي. د ډان د رپوټ له مخې د پولیسو د چارواکو په وینا «د پي ټي ام، مشر اوسمهال په پيښور کې د پولیسو په توقیف کې دی او ډیره اسماعیل خان ته به ولیږدول شي، چیرې چې د هغه پر ضد (اف آی ار) شکایت درج شوی دی.»

د ډان د رپوټ له مخې په ډیره اسماعیل خان کې د پي ټي ام د مشر پر ضد د جنورۍ په اتلسمه نېټه عریضه درج شوې ده. زیاته شوې ده چې ډان د دغه رپوټ یوه کاپي ترلاسه کړې چې له مخې یې «پښتین او د پي ټي ام نورو مشرانو د جنورۍ په ۱۸مه نېټه په ډیره اسماعیل خان کې په یوه غونډه کې ګډون کړی وو چې د پي ټي ام مشر ظاهرا ویلي وو چې د [پاکستان] د ۱۹۷۳م کال اساسي قانون کې له بشري حقونو سرغړونه شوې.»

خو د پښتین نزدې ملګري څه وايي؟

د پښتون ژغورنې د غورځنګ یوه مشر محسن داوړ له دویچه ویله سره په یوه ځانګړې مرکه کې وویل چې لومړی دوی پوره معلومات نه درلودل او پولیسو لا تر اوسه هم دوی ته په رسمي ډول لا څه نه دي ویلي خو د رسنیو له لارې خبر شوي دي: «څو ورځې ترمخه هغه [منظور پښتین] په ډیره اسماعیل خان کې یو تقریر کړی وو» او له همدې امله پرې عریضه شوې وه. محسن داوړ وایي چې دوی تل د بسنټیزو بشري حقونو غوښتنه کړې او «د پاکستان دولت هر هغه خبره د ځان خلاف ګڼي چې څوک د خپل حق غوښتنه کوي.» محسن دواړ وویل چې په څلورو بجو به په اسلام آباد کې په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې خپل غبرګون او راتلونکي اقدامات اعلان کړي.

د بخښنې د نړیوال سازمان یا ایمنسټي انټرنیشنل د آسیا څانګې هم د منظور پښتین د سملاسي آزادیدو غوښتنه کړې ده. د دغه سازمان د آسیا څانګې د خپل ټویټر په پیغام کې لیکلي دي چې منظور پښتین د بشري حقونو، د بیان د آزادۍ او سوله ایزو غونډو له کبله نیول شوی دی: «هغه باید په سملاسي او بې له کومه شرطه پریښول شي.»

پښتین په ۲۰۱۸ کال کې د پښتون ژغورنې غورځنګ بنسټ کیښود او له هغه وخت راهیسې یې د پاکستان په بیلابیلو برخو کې د پراخو مظاهرو او غونډو مشرې وکړه. په دې غونډو کې هغه د پاکستان پر پوځ باندې هم سختې نیوکې وکړې چې له کبله یې د پاکستاني او نړیوالو رسنیو د پام وړ وګرځيد.

خو دا لومړی ځل نه دی چې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشران نیول کیږي. تر دې دمخه هم د پاکستان په بیلابیلو برخو کې د دغه ډلې فعالان نیول شوي دي. محسن دواړ او د پاکستان د پارلمان بل غړی علي وزیر هم څه د پاسه درې میاشتې د خړ کمر په قضیه کې په زندان کې تیرې کړې.

 





Source link

Leave a Reply