کورنیو چارو وزارت د ۱۱ امنیتي حوزې د مسؤلینو دندې ځنډولي


تر هغه وروسته
چې د کابل ښار د یوولسمې امنیتي حوزې یو سرتیري د دغې حوزې د مسؤلینو پر وړاندې
نیوکې وکړې، او هغوي له وسلوالو غلو څخه په ملاتړ تورن کړل؛ کورنیو چارو وزارت یادې
موضوع ته د رسېدنې په موخه د یوولسمې حوزې د مسؤلینو دندې ځنډولي دي.

“همایون بخشي” د یوولسمې امنیتي
حوزې سرتیری چې ځان د یادې حوزې د ټولي قومندان په توګه معرفي کوي وايي، چې د
یوولسمې حوزې سرپرست “حاجي نجیت
راغب” او همداراز د یادې حوزې
د کشف آمر “فرید سالنګي” ددغې حوزې له
غلو سره لاس لري.

شاکي سرتیری
وايي، چې یوولسمې حوزې کې یې داسې ډېر وسله لروونکي غله نیولي، خو د حوزې د
مسؤلینو له لوري د پیسو په بدل کې بېرته خوشې شوي دي.

کورنیو چارو
وزارت وايي، چې د شاکي افسر په ګډون د یوولسمې امنیتي حوزې مسؤلینو دندې یې ځنډولې
او تر توقیف لاندې دي، تر څو قضیه په سمه توګه وڅېړل شي.



Source link

Leave a Reply