له چین څخه افغانستان ته د خلکو د نه راتګ غوښتنه


د هېواد د
عامې روغتیا وزارت کابل کې د چین له سفیر وانګ یو څخه غوښتي چې له چین څخه
افغانستان ته افغانانو او د سوداګریزو شرکتونو استازو ته د پرواز اجازه ورنکړي.

وروسته تر هغه
چې چین هېواد کې د کرونا په نوم  وژونکی
ویروس خپور شو، او له امله یې لسګونه چینايي وګړي مړه شوي، نو افغانستان کې هم د
یاد ویروس د خپرېدو اندېښنې راوټوکېدلي.

د عامې روغتیا
وزارت وايي، چې افغانستان کې د یاد ویروس د مخنیوي په پار یې  کابل کې د چین سفیر سره خبرې کړي، او له هغې
غوښتي چې د وضعیت تر ښه کېدو پورې له چین څخه افغانستان ته دې پر پروازونو بندیز
ولګوي.

تر دې وړاندې د عامې روغتیا وزارت مسؤلینو د حامد کرزي هوايي ډګر کې یو شمېر څارونکې ډلې ګمارلې وې او  له چین څخه راستانه شوي مسافر به یې معاینه کول، تر څو په یاد ویروس نه وي اخته شوي.

کابل کې د چین
سفیر وانګ یو افغان چارواکو ته ډاډ ورکړی چې افغانستان کې د یاد ویروس د مخنیوي په
پار هر ډول اقدامات په نظر کې نیسي، او همداراز د چین وهان ښار کې د ګیر افغان
محصلینو روغتیا ته هم به پوره پاملرنه وکړي.

افغانستان او
چین ډېره خپلمنځې راشه – درشه لري، او یو شمېر ډېر افغان سوداګر دغه هېواد ته تګ
راتګ کوي.

د دې تر څنګ چین
هېواد کې ګن شمېر افغانان په زدکړو بوخت دی، چې دې اصل ته په کتو افغانستان کې د کرونا
ویروس د خپرېدو امکان هم لیدل کېږي.



Source link

Leave a Reply