ترکیه کې خطرناکې زلزلې ۸۰۰ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې – KHABARIAL.COM


خبریال ډاټ کام: په ترکیې هېواد کې تېره شپه یوې قوي زلزلې نږدې ۸۰۰ کسانو ته پراخه مرګ ژوبله اړولې ده چې یو شمېر یې آن تر خاورو لاندې شوي دي چې ښایي د مرګ ژوبلې شمېره یې نوره هم پورته شي.

د ترکیې د رسنیو د راپورونو له مخې تېر ماښام د ریشتر په کچه ۶.۸ درجې زلزلې د ترکیې ځیني ښارونه په مکمل ډول ډیر په چټکۍ سره لړزولي دي.

د رسنیو د معلوماتو له مخې په زلزله کې د مړه شویو کسانو شمېر تر ۱۹ پورې رسېدلی دی چې ښایي دا شمېره ساعت ساعت نوره هم لوړه شي.

دغه راز پکې شاوخوا ۷۷۲ نور کسان ټپیان شوي هم دي چې د یو شمېر کسانو روغتیایي حالت د ډاډ وړ ښودل شوی دی، خو د یو شمېر حالت بیا د اندېښنې وړ ده.

د ترکیې د عامې روغتیا مسوولینو خبر ورکړی دی چې دوی د خلکو د ژغورنې لومړنۍ درجه تدابیر نیولي دي چې اړمنو کسانو ته به په بیړنۍ ډول مرستې ورسوي.

د ترکي چارواکو پر وینا یو شمېر هغه ټپیان چې سر سری ژوبل شوي وو هغه په لومړیو کې د درملنې وروسته بېرته خپلو کورونو یاهم امن ځایونو ته ستانه شوي دي چې حالت یې د ډاډ وړ ښودل شوی دی.

د مالي تلفاتو په اړه لاهم د ترکیې چارواکو له لوري معلومات نه دي خپاره شوي، خووایې چې د زلزلې په سیمه کې یو شمېر کورونه او سړکونه هم ړنګ شوي دي.

د سیمه ییزو چارواکو پر وینا له تېرې شپې راهیسې ژغورنکې ډلې سیمي ته رسېدلي دي او د ړنګ شویو کورونو،اپارتمانونو څخه د خلکو په ژغورول بوخت دي.

ژغورونکې ډله وایي، له تېر ماښام راهیسي ډیری کسان ژغورلي او نورو سیمو ته یې انتقال کړي دي.

د روغتیایي چارواکو پر وینا د دې زلزلې د مرګ ژوبلې شمېره وخت ناوخت لوړیږي چې د نن ورځې په اوږدو کې به وروستۍ شمېره هم له رسنیو سره شریکه شي.

په ترکیه کې دا لومړی ځل نه ده چې زوروره زلزله کېږي بلکې له دې وړاندې هم پکې زورورې زلزلې شوي دي چې ډیری خلکو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده.





Source link

Leave a Reply