“نواز شریف د درملنې لپاره بهر بېول کېږي”


نواز شریفد انځور حقوق
Getty Images

د پاکستان د مسلم لیګ نواز ډلې ویانده مریم اورنګزېب وايي، پخوانی لومړی وزیر او د دې ګوند مشر نواز شریف د درملنې لپاره سبا(د سې شنبې په ورځ) بهر ته وړل کېږي.

نوموړې ټوېټر کې لیکلي، د ښاغلي شریف د وړلو لپاره یوه امبولانس الوتکه د سې شنبې په ورځ سهار پاکستان ته رسېږي.

د نواز شریف شخصي ډاکټر په ټوېټر کې لیکلي چې د نوموړي د سفر ممکنولو او د سفر د خوندیتوب لپاره داسې امبولانس الوتکه پکار ده چې ټولې طبي اسانتیاوې ولري.

د لاهور سترې محکمې د شنبې په ورځ پخواني لومړي وزیر ته بهر د څلورو اونیو د درملنې مشروطه اجازه ور کړه.

* نواز شریف په څه ناروغۍ اخته دی؟

* نواز شریف یو ځل بیا په ۷ کاله بند محکوم شو

له دې مخکې هم مریم اورنګزېب ویلي و چې بهر ته د نواز شریف د وړلو لپاره طبي تیاری کېږي، چې په لار د زړه یا بلې ستونزې سره مخ نه شي.

د هغې په خبره، ډاکټران د هر ډول ممکنه ستونزې د مخنیوي لپاره احتیاطي تدابیر نیسي.

نوموړې پر حکومت تور ولګاوه چې تېرو ۲۰ ورځو کې یې بهر ته د درملنې لپاره د نواز شریف د وړلو په مخ کې بې قانونه خنډونه جوړول.

له بلې خوا د پاکستان د لومړي وزیر د رسنیو سلاکاره فردوس عاشق اعوان وايي، بهر ته د درملنې لپاره د نواز شریف د وړلو مسله انساني او قانوني ده، خو سیاسي مسله ترې جوړه شوې ده.

هغې وویل، نواز شریف ته د بهر تللو پر اجازه کوم اعتراض نه و، بلکې د شریف کورنۍ ریکارډ که وکتل شي، په ضمانت بهر تللي، خو بیا یې د هغه تړون د ماتولو هڅه کړې ده.

نوازشریف د شکرې ناروغۍ تر څنګ د زړه ناروغي هم لري او د روغتیاپالو په خبره پښتورګي یې هم خراب دي. د تېر اکتوبر پر ۲۲ نواز شریف د “سختې ناروغۍ ” له کبله د لاهور ښار سروسز روغتون ته ورسول شو.

تمه ده نواز شریف د لندن هارلي سټریټ کې هغه روغتون ته یووړل شي چې مېرمن یې کلثوم نواز هم د ژوند وروستۍ ورځې پکې تېرې کړې.



Source link

Leave a Reply