کورونا ویروس له امله د مړینې شمیره ۸۰ ته لوړه شوه – KHABARIAL.COM


خبریال ډاټ کام/ په چین کې د تازه خپرې شوې ناروغۍ په زیات شمیر چینایان زیانمن کړي دي.

چینایي چارواکي اوس د دې ویروس دمخنیوي هڅه کوي او په عاجل ډول یې په دې ویروس اخته ناروغانو ته د درملنځي د جوړلو هڅې پيل کړي.

سره له دې چې روغتیايي چارواکي  د ویروس د مخنیوي لپاره بې سارې هڅې پيل کړې خو بیا هم د دې ویروس له امله د مړو شمیر تر ۸۰ لوړ شو.

روغتیايي چارواکي وایي، په سلګونه نور کسان هم په دې ناروغۍ اخته شوي او دوی ته یې راپور ورکړل شوی دی.

چینایي چارواکو له دې امله په دې هیواد کې لارې تړلي او په ووهان ښار کې یې هټۍ هم تړلي او رخصتۍ یې غځولې دي.

د چین په ووهان ښار کې په لسګونه افغانان هم بند پاتې وو، چې تازه تیره ورځ د بهرنیو چارو وزارت یې د ویستلو پریکړه وکړه.

د دې ویروس له امله ټوله نړۍ کې ویره خپره شوې او هر هېواد هڅه کوي خپل اتباع له چین نه په مصؤن ډول وباسي څو دا ناروغي یې هېواد ته را ونه لیږدول شي.

د نړیوال روغتیایي سازمان مشر ټیډروس د دې بحران د مخنیوي په اړه د حکومتي چارواکو سره د لیدو لپاره بیجینګ ته لاړ.

هغه تیره اوونۍ د په روغتیايي برخه کې بیړنی حالت اعلان کړی وو.

دا ناروغي فرانسې ، متحده ایالاتو او کاناډا پورې هم رسیدلې او راپورونه یې ورکړل شوي دي.

په چین کې د مرګ ژوبلې دا تازه ارقام مرکزي ولایت هوبي خپار کړي او ویلي یې دي ، چې یواځې ۲۴ یې نن مړه شوي دي.

هوبي وایي ډیره مړینه خلکو په همدې ښار کې لیدلې .

بل لورته د چین ملي روغتیا کمیسیون وایي، په ټول چین کې د ۲۷۴۴ پيښې تائید شوي او شاوخوا ۶۰۰۰ شکمن قضیې شتون لري او تر ۳۰۰۰۰ ډیر خلک ترروغتیایي نظارت لاندې دي.





Source link

Leave a Reply