پاکستاني پولیسو د پي ټي اېم مشرمنظور پښتين نيولی – KHABARIAL.COM


خبریال ډاټ کام/  پاکستاني پولیسو د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) مشر منظور پښتين نیولی دی.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ مشر او د قامي اسمبلۍ غړي محسن داوړ هم د دې خبر پخلی کړی دی.

داوړ د منظور پشتين د نیولو په اړوند ټيویټ کې ويلي، چې پاکستان کې د پيښور پولیسو منظور پښتين تېره شپه د پېښور په تهکال سیمه کې نیولی دی.

هغه ویلي دا دوی ته په ښکاره ډول د خپلو ټولیزو حقونو غوښتنو سزا ورکول کيږي.

محسن داوړ زیاته کړې، د منظور پښتين د خوشې کولو غوښتنه کړې او ویلي يې دي، چې دغه ډول ګامونه به د دوی حوصلې ماتې نه کړي او نور به يې پياوړې کړي.

بل لورته د پېښور تهکال پولیس وايي، چې هغه یې تیره شپه په څه کم یوه بجه د شپې نیولی دی.

پولیس محرر نبي ګل رسنیو ته ویلي: (( دوی منظور پښتين نیولی، محکمې ته یې ته يې وړاندې کوي بيا د محکمې خوښه ده، چې زندان ته يې ليږي او که پرېږدي يې)).

تر دې دمه لوړپوړو دولتي چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي.

د پښتون ژغورنې د غورځنګ مشرمنظور پښتين داسې مهال نيول شوی، چې دوه ورځې وړاندې د پاکستان د دفاع وزیر پروېز خټک د پښتون ژغورنې غورځنګ ته د خبرو بلنه ورکړې وه.

خټک ويلي ؤ د قبايلي سيمو سره اړه لرونکي خلک د ملک سره مينه لري ځکه د تحریک انصاف حکومت د پي ټي اېم قانوني غوښتنې مني.

هغه زیاته کړې وه ، چې وزیراعظم عمران خان غواړي، چې ټولې ستونزې د خبرو له لارې حل کړې.

د پښتون ژغورنې غورځنګ دمشر نیول کیدو په ټولنیزه رسنیو کې هم خلک سخت غوصه کړې او په دې اړه کلک غبرګونونه یې ښودلي دي.





Source link

Leave a Reply