افغان امنیتي ځواکونو د بغلان ګذرګاه نور ولسوالي بیا ونیوله


(Last Updated On: January 30, 2020)

د بغلان سیمه ییزو چارواکو ویلي، چې د بغلان ولایت د ګذرګاه نور ولسوالي له ۴ میاشتو  وروسته بیا د حکومت برخه شوه.

د بغلان والي عبدالقیوم نیازي آریانا نیوز ته منلې، چې د هېواد ملي، امنیتي او دفاعي ځواکونو د عملیاتو په پایله کې دغه ولسوالي ونیول شوه او دمه ګړې د دې ولسوالۍ مهمې برخې د حکومت تر حاکمیت لاندې راغلي او افغان ځواکونه په کې د پرمختګ په حال کې دي.

هغه زیاته وي؛ ېالبانو له افغان ځواکونو سره د ټینګار ځواک له لاسه ورکړی او په جګړو کې یې له ځاني زیانونو تر دې دمه بشپړ معلومات تر لاسه شوي ندي.

د یادونې ده، چې دا ولسوالي په تېرو څلور میاشتو کې درې ځله لاس په لاس شوې؛ خو د مخابراتي شبکو د کارنه کولو پر لامل له اړوند سیمې بشپړ معلومات نه دي تر لاسه شوي.



Source link

Leave a Reply