د ملي امنیت ځواکونو په لغمان کې درې وسله وال طالبان ونیول


د ملي امنيت عمومي رياست په لغمان كې د درېيو طالبانو د نيولو خبر وركوي.
له دغه رياسته نن كليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه كې د نيول شوو طالبانو نومونه محمد رياض مشهور په حمزه، نوراني او زلګى ښودل شوي دي.
سرچينه وايي، يادو كسانو د قوماندان سنګري په لارښوونه د لغمان د مركز او الينګار ولسوالۍ په مربوطاتو كې تخريبي او تروريستي فعاليتونه كول.
د سرچينې په وينا، دغه كسان د عامه امن او نظم د ګډوډولو په هدف كونړ ته تللي وو او د بېرته راتګ په مهال د لغمان په مركز مهترلام ښار كې د ملي امنيت د عمومي رياست د عملياتي ځواكونو لخوا وپېژندل او ونيول شول.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې تړاو څه نه دي ويلي.



Source link

Leave a Reply