مخابراتي شبکې یو جېبۍ انټرنټ ۹ افغانۍ اخلي خو ۱۸۰ یې پلوري


د مخابراتو او
معلوماتي ټکنالوژۍ سرپرست ښاغلی فهیم هاشمي وايي، چې مخابراتي شبکې باید د انټرنټ
بیه کې کموالی رامنځته کړي، ځکه په وینا یې دوي یو جېبي انټرنټ په ۹ افغانۍ اخلي
او ۱۸۰ افغانۍ یې پر پېرېدونکو پلوري.

د مخابراتو او
معلوماتي ټکنالوژۍ سرپرست فهیم هاشمې وايي، چې د مخابراتي شبکو استازو سره یې تر
پرلپسې ناستو وروسته د انټرنټ عمده بیو کې یې دېرش سلنه کموالی رامنځته کړی، خو
مخابراتي شبکې یې لاهم پر پخوانیو بیو پلوري.

ښاغلي هاشمي د
اترا ادارې مسؤلینو سره په کتنه کې ټینګار کړي چې د انټرنټ بیه کې باید کموالی
رامنځته شي، نوموړی وايي چې مخابراتي شبکې باید د انټرنټ بیو په کموالي او د کیفیت
په لوړوالي کې ژمن پاتې شي.

تر دې وړاندې
ولسمشر غني هم پر مخابراتي شبکو نیوکه کړې وه، او ویلي و چې په ټاکل شوې بیه
پېرېدونکو ته خدمات نه وړاندې کوي.

ولسمشر غني
مخابراتي شبکو ته خبرداری ورکړ، که د انټرنټ بیه کې کموالی رامنځته نکړي، نو کاري
جواز به ترې واخیستل شي.

بل خوا یو
شمېر ډېر افغانان د مخابراتي شبکو لخوا پر وړاندې کوونکو خدمتونو جدي نیوکې کوي،
او د دغې ستونزې د مخنیوي غوښتونکي دي.

د مخابراتي
شبکو د ناسازګاره خدمتونو پر وړاندې د “اترا چېرته ده” اعتراضي پراخ
کمپاین هم تر دې دمه مثبته پایله نده ورکړې، او مخابراتي شبکې پر خپل همېشني دریځ
مخ ته ځي.



Source link

Leave a Reply