بادغیس ولایت کې ۶۲تنه افغان سرتیري د طالبانوله زندان څخه ازاد شول – Hindukosh


هندوکش ــ بادغیس: د بادغیس ولایت په بالامرغاب ولسوالۍ کې د ملي اردو ځانګړو ځواکونو عملیات ترسره کړي دي، چې په ترڅ کې یې ۶۲تنه افغان سرتیري د طالبانو له زندان څخه ازاد کړي دي.
د ملي دفاع وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې په زندانیانو کې ۵۵ تنه د ملي اردو سرتیری ۴تنه د خاصو ځواکونو ۳تنه سرحدي او ۱تن پولیس په کې شامل دي.
اعلامیه زیاتوي، چې له زندان څخه ازاد شوي سرتیري وايي، چې بیرته وسلې واخلې او د خپل هېواد او خاورې څخه په ساتنه وکړي.
امیر حسین سلجوقي

Share this page to Telegram



Source link

Leave a Reply