بلخ او هلمند کې د نیالګیو اېښودو کمپاین پیل شوی


د کرنې، اوبولګولو
او مالدارۍ وزارت وايي، چې بلخ او هلمند ولایتونو کې یې د نیالګیو اېښودو کمپاین
پیل کړی، چې له دغې لارې به دغو ولایتونو کې یو شمېر ډېر بڼوڼه رامنځته شي.

د هلمند ولایت
د کرنې ریاست وايي، چې د دغه ولایت یو شمېر ګرمسېر ولسوالیو کې څه د باندې دو زره
جریبه ځمکه کې د میوو نیالګي کینولي دي.

دهلمند ولایت
د کرنې ریاست دچارواکو په وینا د څه د باندې یو میلیون مېوه لرونکي او بې مېوې نیالګي
قوریو کې روزل شوي او وېش ته چمتو دي.

همدازار د بلخ
ولایت د کرنې چارواکي وايي، چې د چاپریال ساتنې په موخه ۱۰۰ زره نیالګي به په خلکو
ووېشي.

  د چارواکو
په وینا د نیالګیو د اېښود کمپاین د بلخ ولایت له پوهنتون څخه پیل شوی دی.

د بلخ ولایت د
کرنې ریاست چارواکي وايي، چې د نیالګیو تیر کمپاین کې یې ۶۰۰ جریبه ځمکه کې د میوو
نیالګي  کېنولي او دا مهال یې د بڼ ډول ځان
ته غوره کړی دی.



Source link

Leave a Reply