هرات ولایت کې ۱۹ تنه وسلوال طالبان افغان ځواکونو ته تسلیم شوي دي – Hindukosh


هندوکش ــ هرات: دهرات ولایت ځايي چارواکي وايي، چې دهرات ولایت په چشت شریف ولسوالۍ کې ۱۹تنو وسلوالو طالبانو خپلې وسلې په ځمکه کېښودې او ځانونه یې افغان ځواکونو ته وسپارل.
چارواکي زیاتوي، چې یادې وسلوالې ډلې له افغان ځواکونو سره له څو اونیو جګړې ورسته خپلې وسلې په ځمکه کيښودې او تسلیم شول.
د یادونې وړه ده، چې څه موده وړاندې د هرات ولایت په شهرک ولسوالۍ کې هم ۲۶۳تنه وسلوال طالبان افغان ځواکونو ته تسلیم شوي دي.
امیر حسین سلجوقي

Share this page to Telegram



Source link

Leave a Reply