خلیلزاد اشرف غني ته، د اوربند په برخه کې د طالبانو مثبت ځواب ته په تمه یو


د افغانستان د سولې لپاره د امريكا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړى استازى زلمى خليلزاد وايي، له طالبانو سره يې په خبرو کې د پام وړ پرمختګ نه دى شوى او هيله لري، چې په دې برخه کې يوې پايلې ته ورسېږي.
هغه دا څرګندونې تېر مازديګر په ارګ كې له جمهور رئيس محمد اشرف غني سره د ليدنې په مهال وكړې.
د جمهوري رياست د مطبوعاتي دفتر د خبرپاڼې پر بنسټ، خليلزاد له طالبانو او پاکستاني چارواكو سره د خپلو وروستيو خبرو په اړه جمهور رئيس غني ته معلومات ورکړل.
ده په دوحه کې له طالبانو سره د امريکا د وروستيو خبرو جزياتو ته په اشارې وويل، د عملي ميکانيزم له مخې د اوربند او يا د تاوتريخوالي پام وړ او پايه داره کمولو لپاره د طالبانو روښانه ځواب ته، چې د افغانستان خلکو او د امريکا حکومت ته د منلو وړ وي، په تمه دي.‎
نوموړي همداراز له پاکستاني چارواكو سره د خپلو کتنو په تړاو د معلوماتو وركولو په مهال زياته كړه، له هغوى سره يې پر سولې سربېره په پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو د وضعيت په اړه هم خبرې وکړې.
د راپورونو پر بنسټ، طالبان له امريكا سره پر اوربند او پر افغان ځواكونو د بريدونو كمولو په اړه هوكړې ته رسېدلي دي.



Source link

Leave a Reply