کابل کې د سولې کتابونو نندارتون وړاندې شو – KHABARIAL.COM


خبریال ډاټ کام: کابل کې نن(شنبه سلواغې ١٢مه) د سړک پر سر په عام محضر کې د سولې کتابونو نندارتون وړاندې شو.

دا لومړی ځل دی، چې(کتاب سوله راوړي، جنګ ته نه وایو) تر نوم لاندې په عام محضر کې د کتابونو نندارتون وړاندې کیږي.

په دغه دوه ورځني نندارتون کې چې په کابل کې وړاندې کیږي، په دې برخه کې بې سارې ډول یاد شوی، په کې شپږ زره کتابونه چې نزدې دوه زره او پنځه سوه بېلابېل اثرونه په بر کې نیسي د دوو خپرندویو ټولنو له خوا نندارې ته اېښودل شوي.

د دې نندارتون پر لاره اچوونکي وایي، چې له دې کار یې موخه په هېواد کې د سولې د تامین لپاره حرکت دی.

د دې نندارتون پر لاره اچوونکي وایي، تر څو چې کتاب ونه لولو، تر څو چې پر کتاب سر ونه وهو او تر څو چې کتاب خپل دوست جوړ نه کړو، یو نسبي سولې ته به څه ورسېږو.

دغه کتابتون چې نن ګهیځ مهال وړاندې شو، د کابل ښاریانو له تود هرکلي سره مخ شو.

کابل ښاریان وایي، د کتابونو د دې نندارتون په لیدو، یې کارونه پرېښودل او دې نندارتون یې توجه ور جلب کړه.

دا لومړی ځل دی، چې په کابل کې په عام محضر کې د کتابونو نندارتون جوړ کړي، تر دې وړاندې هم د کابل په بېلابېلو سیمو کې په هېواد کې د سولې د ملاتړ او تأمین په موخه بېلابېل برخو کې نندارتونونه وړاندې شوي.

په دا وروستیو کې د سولې د راتګ لپاره په هېواد دننه د هېوادوالو له لوري ګړندۍ هڅې پیل شوي.

په بېلابېلو طریقو او لارو نورې نړۍ ته ور ښیي چې افغانان له جنګ ستړي دي او سوله غواړي.

له یاده دې پاتې نه وي، چې د سولې ولسي حرکت هم د سولې لپاره د موټریزو کاروانونو د لاریون لړۍ پیل کړې چې نن یې په کندهار کې ستر لاریون درلود.





Source link

Leave a Reply