نامعلومه وسلوالو د ننګرهار دره نور ولسوالۍ کې درې کسان وژلي دي – Enikass Radio






د دره نور ولسوالۍ څخه ځايې خلکو انعکاس ته وويل نامعلومه وسلوالو نن  شاوخوا  اته بجې د دې ولسوالۍ شړوتا سيمه کې دوه ورونه او يوه تره زوى وژلي دي او قاتلين يې له سيمې په تېښته بريالي شوي دي بل خوا د يادې ولسوالۍ ولسوال هجرت الله ګردېوال پېښه تائيدوي خو وايي پېښه د دوه کورنيو ترمنځ د پخوانۍ بدۍ له امله رامنځ ته شوې  ولسوال وايي سيمه کې امنيتي ځواکونه د پلټنې په لټه کې دي څو يې د پېښې عاملين ونيسي.




Source link

Leave a Reply