بريتانيا له اروپايي اتحاديې څخه په رسمي توګه ووته | آلمان او نړۍ | DW


د شنبې په شپه (د ۲۰۲۰م کال د جنوري مياشتې ۳۱مه) ناوخته د «برګزيت» د عملي کيدو بهير رسماً پيل شو او په سبا يې، یعني نن د فبرورۍ په لومړۍ نيټه، بريتانيا له شاوخوا نيمې پيړۍ وروسته له اروپايي ټولنې څخه جلا شوه.

که څه هم د لندن ښار اکثرو اوسيدونکو له اروپايي اتحاديې څخه د بريتانيا د وتلو ريفرنډم ته مخالفې رايې ورکړې وې، خو بيا هم د شنبې په شپه تر ناوخته خلک د پلازمينې په مختلفو برخو، په ځانګړې توګه د پارلمان او د لومړي وزير دفتر په شاوخواو سيمو کې راټول شوي ول، تر شپې ناوخته يې خوشاليانې کولې او له اروپايي اتحاديې څخه د بريتانيا د وتلو جشن يې لمانځه.

بريتانيا چې له ۱۹۷۳م کال راهیسې د اروپايي اتحاديې غړې وه، د شنبې شپې په ۱۱ بجو (د مرکزي اروپا پر وخت د شپې ۱۲ بجې) له اروپايي اتحاديې څخه جلا شوه.

د برګزيت رسمي پیل، له اروپايي اتحاديې څخه د بريتانيا د فوري ارتباط پرې کيدو په معنی نه ده. تر يوې ۱۱ مياشتنۍ انتقالي دورې پورې به د لندن او بروکسل تر منځ ټول ګمرګي قراردادونه د اعتبار وړ وي. په دغې دوره کې به دواړه لوري د خپلو راتلونکو روابطو په اړه ډير سخت مذاکرات هم ترسره کړي.

په دې منځ کې به يوه تر ټولو جنجالي او مبهمه موضوع، د شمالي ايرلند او د ایرلند جمهوريت تر منځ د سرحد د مسئوليت ټاکل وي. دا د اروپايي اتحاديې او بريتانيا تر منځ يوازينی ځمکنی سرحد دی. په پام کې ده چې لندن او اروپايي شورا د مارچ مياشتې له لومړۍ نيټې څخه د دغه سرحد د برخليک ټاکلو په اړه مذاکرات پيل کړي.

برګزيت د ۲۰۱۶م کال په دوبي کې يوه له شوره ډکه ټول پوښتنه وه، چې په نتيجه کې يې څه کم ۵۲ سلنه رای ورکونکو ورسره توافق کړی وو. دغه ماتيدونکې بريا، د بريتانيا په سياسي ګوندونو او سياسي تشکيليونو کې سخت جنجالونه او په ټولنه کې يې ژور درز رامنځ ته کړ. 

England, London: Feiern am Tag des Brexits (Getty Images/AFP/O. Scarff)

د شنبې په شپه تر ناوخته د لندن ښار په مختلفو برخو کې خلکو د برګزيت خوشاليانې کولې

د بريتانيا پخوانۍ لومړۍ وزيره، تیرېزا مې، وروسته له هغې چي د برګزيت په تړاو يې څو ځله د پارلمان موافقې راېې ترلاسه نه کړې، له واکه لیرې شوه. د دغه بحران په ادامه کې په بريتانيا کې له وخت څخه مخکې انتخابات ترسره شول. په انتخاباتو کې د بوریس جانسن په مشرۍ محافظ کار ګوند چې د بريګزيت يو سرسخت پلوی دی، وتوانید د پارلمان اکثريت څوکۍ وګټي او په دې سره جانسن د مې ځای ناستی شو.

د بريتانيا له پاره د یو نوي دور پيل؟

جانسن په يوه تيوټري پيغام کې ويلي دي چې د بريتانيا ډيری اوسیدونکي له اروپايي اتحاديې څخه د بريتانيا د وتلو منفي راتلونکې څخه انديښنې لري. هغه ټينګار کړی چې دغه اندیښنې د پام وړ دي او هغه خپله دنده بولي چې هيواد به پر مخ بيايي.

بوريس جانس ژمنه کړې وه چې له اروپايي اتحاديې څخه د بريتانيا پر وتلو سره به د تعليم او روغتيا په برخو کې زيربنايي پروګرامونه په لا ښه توګه پر مخ ولاړ شي.

خو له دې سره سره، د بريتانيا یوه لويه برخه اوسیدونکي د برګزيت راتلونکې ته انديښنه کوي. همدا ډول په راتلونکې کې په اتحاديه کې د پاتې ۲۷ هیوادونو سره د لندن د روابطو خبره هم لا تر اوسه نامشخصه پاتې ده.

د امريکا ولسمشر دونالد ترمپ، له اروپايي اتحاديې څخه د بريتانيا د وتلو هرکلی کړی دی. د فرانسې ولسمشر امانوئل ماکرون برګزيت د يو «تاريخي خبرداري» په توګه ياد کړی چې پر وينا يې ټول اروپايي هیوادونه يې بايد جدي ونيسي.





Source link

Leave a Reply