خلیلزاد تر پاکستان وروسته کابل ته راغی


د افغان سولې
لپاره د امریکا ځانګړی استازی خلیلزاد کابل ته راغلی او ټاکل شوې د سولې پر روان
بهیر له ولسمشر غني او یو شمېر نورو چارواکو سره لیدنه وکړي.

کابل کې د امریکا
سفارت ویاند جفر دایاب خامه پړس سره په خبرو کې مني چې خلیلزاد کابل ته راغلی خو
جزئیات نه ورکوي.

تیره ورځ
خلیلزاد پاکستان ته تللی و، او هلته یې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر محمود قریشي
او د دغه هېواد د پوځ مشر جاوید قمر باجوه سره د افغان سولې په روان بهیر خبرې اترې
وکړې.

خلیلزاد تر پاکستان
مخکې بروکسل ته تللی و او هلته یې د ناټو له چارواکو سره د سولې په روان بهیر خبرې
کړي.

زلمي خلیلزاد
داسې مهال کابل ته راغلی چې ویل کېږي قطر کې د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې هوکړه
نهایي شوې ده.

دوه اونۍ مخکې
قطر کې د طالبانو مرکچي پلاوي د سولې خبرو کې له پرمختګ څخه خبرې وکړې، او دا  یې هم وویل چې د سولې د هوکړې اړوند مراسمو په اړه
یې هم خبرې کړي.

افغان حکومت
بیا د طالبانو د دغو څرکندونو پر وړاندې غبرګون کې وویل چې پرته له اوربند څخه هېڅ
ډول د سولې تړون نه لاسلیک کېږي.



Source link

Leave a Reply