کندز کې د بهرنیو ځواکونو بمبارد کې پنځه ملکیان وژل شوي


د راپورونو له
مخې تیره ورځ ( جمعه سلواغې ۱۱ ) د کندز ولایت دشت ارچي ولسوالۍ کې د بهرني
ځواکونو هوايي برید کې پنځه ملکي کسان وژل شوي دي.

د کندز ولایت
د والي ویاند مرادي بي بي سي پښتو ته ویلي چې تیره ورځ بهرني ځواکونو دشت ارچي
ولسوالۍ کې هوايي بریدونه کړي، چې د یوې ماشوم په ګډون پنځه ملکي کسان پکې وژل شوي
دي.

د وژل شویو
مړي د اعتراض په ډول د خلکو لخوا د کندز مرکز ته راوړل شوي، او له حکومت څخه غواړي
چې د دا ډول ړڼدو بمباریو مخنیوی وکړي.

تېره ورځ د کندز
ولایت یو شمېر اوسېدونکو د دغه ولایت پر والي عبدالجبار نعیمي نیوکې وکړې او د هغه
د ګوښه کېدو غوښتونکي شول.

د کندز ولایت
دغو اوسېدونکو والي تورن کړ، چې دغه ولایت کې د ملکي مرګ ژوبلې پر وړاندې چوپ دی.

تیره اونې بلخ
ولایت کې ورته پېښه رامنځته شوې وه، چې بوکه کلي کې ۷ ملکي کسان د بهرنیو ځواکونو
هوايي برید کې وژل شوي و.

تیره اونۍ د بلخ
ولایت بوکه کلي کې د یو هوايي برید له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون ۷ ملکي کسان
ووژل شول.



Source link

Leave a Reply