برېتانیا په رسمي ډول له اروپايي ټولنې ووتله


برېتانیا نن د
۲۰۲۰ کال د جنوري میاشت په ۳۱ مې نېټې رسما د اروپايي ټولنې له غړیتوب څخه ووتله،
او بروکسل کې د اروپایي ټولنې له ادارو یې بېرغ ښکته شو.

له درې کلونو
راهیسې له اروپايي ټولنې د برېتانیا د وتلو بهیر پیل شوی و، چې نن په رسمي توګه
دغه  کار ترسره شو، او برتاېنیا له اروپايي
ټولنې ووتله.

۲۰۱۶ کال کې برتانویانو
د یوې ټولپوښتنې په ترسره کول کې پرېکړه وکړه چې له اروپايي ټولنې ووځي، چې تر هغه
وروسته هڅې پیل شوې، او له وتلو وروسته اروپايي ټولنې سره په اړیکو د مسودې هوکړه
هم ترسره شوه.

برېتانیا د
اروپايي ټولنې له ۴۷ کاله غړیتوب وروسته په رسمي توګه ووتله.

تر دې مخکې د
برېتانیا صدراعظم بورېس جانسون له اروپايي ټولنې د برېتانیا وتل د نوي عصر پیل یاد
کړی و.



Source link

Leave a Reply