عمر زاخېلوال:حكومت له سولې سره د اپوزېسيون په څېر چلن كوي


د سولې پروسه بايد حكومت مديريت كړي، خو اوسنى حكومت د سولې هېڅ اراده نه لري

د فبروري تر پايه د طالبانو او امريكا ترمنځ
د هوكړې امكان موجود دى

(كابل ويسا) د ماليې پخوانى وزير او په اسلام
آباد كې پخواني افغان سفير عمر زاخېلوال له يوه خصوصي تلويزيون سره په مركه كې پر حكومت
تور پورې كړ چې د سولې اراده نه لري او د سولې له پروسې سره د اپوزيسيون په څېر چلن
كوي.

زاخېلوال له طلوع تلويزيون سره په مركه كې وويل
چې دا د حكومت مسووليت دى چې سوله راولي او جګړې ته د پاى ټكى كېږدي، خو له  تېر يوه كال راهيسې حكومت د سولې ډېر فرصتونه له
منځه وړي دي.

زاخېلوال وويل چې كه حكومت د سولې اراده درلوداى
تراوسه به د بين الافغاني تفاهم ډېرې ناستې شوې وې او د افغانانو ترمنځ به
دريځونه سره نږدې شوي وو.

نوموړي وويل چې حكومت بايد د سولې دا پروسه مديريت كړي خو حكومت
د سولې هېڅ اراده نه لري.
زاخېلوال وويل چې كه سياسيون او حكومت د خبرو لپاره يو پياوړى او د واحد دريځ لرونكى
پلاوى وټاكي د بين الافغاني تفاهم امكان زيات دى، كه بېلابېل پلاوي او دريځونه وي بيا
دا امكان ډېر كمزورى دى.

زاخېلوال وايي چې دى تمه لري چې د امريكا او
طالبانو ترمنځ د فبروري تر پايه د سولې توافق لاسليك شي.





Source link

Leave a Reply