امریکا د نورو هېوادونو پر وګړو هم د کډوالۍ بندیز ولګاوه – KHABARIAL.COM


خبریال ډاټ کام: امریکا یو ځل بیا اووه نور هېوادونه هم په هغه لېست کې ورشامل کړل چې وګړي به یې نور دغه هېواد ته کډوالي نه شي کولی.

د امریکایي رسنیو د وروستیو راپورونو له مخې په دې هېوادونو کې د قرغزستان، میانمار، نایجریا، اریتریه، سوډان او تانزانیا وګړي شامل دي چې نور به امریکا ته کډوالي نه شي کولی.

امریکایي چارواکو ویلي دي چې د امریکا د امنیت د خوندیتوب لپاره یې دا ګام پورته کړی دی چې په دې توګه یې ترې هدف په امریکا کې حالت سم لور ته بیول دي.

د امریکایي چارواکو پر وینا د دغو اووه هېوادونو وګړي په هیڅ صورت نه شي کولی چې امریکا ته کډوالي وکړي ځکه چې د دې هېوادونو وګړي په ډیری نا مناسبو کړنو باندې اخته دي چې د یوه هېواد امنیتي حالت تر ګډوډو لو پورې رسولی شي.

د امریکایي ادارو پر وینا د دې هېوادونو د اتباعو پر سفرونو یې سختي ډیره ده خو له دې سره سره په هر اړخیزه توګه د دوی په سفرونو بندیز نه دی لګول شوی.

امریکا له کلونو راهیسې ګڼ شمېر هېوادونه په دې لېست کې شامل کړي دي او هدف یې هم امنیتي اقدامات ښي.

د امریکایي چارواکو پر وینا د دې هېواد د مشرانو دا ډول کړنه ښه او پر ځای ده چې په دې توګه کېدلی شي په امریکا کې امنیتي حالت په بشپړه توګه سم شي.

خو یو شمېر امریکایي مشران د حکومت دا ډول پرېکړه ناسمه بولي او وایي، چې په ډیری هېوادونو کې امنیتي حالت ور تر بلې ناسم لوري ته ځي، نو په دې توګه خلک غواړي امریکا ته کډوال شي.

د دې هېوادونو وګړي هم د امریکا په تازه پرېکړه باندې ناخوښه دي او وایي، چې دا د دوی په حق کې تیری دی ځکه چې دوی په ډیرو ستونزمنو حالاتو کې امریکا ته د کډوالۍ پر موخه ځانونه رسوي.

امریکا ته نه یوازې دا چې د دې اووه هېوادونو څخه وګړي ورځي بلکې د افغانستان په ګډون هم د نړۍ له ډیری هېوادونو څخه هر کال په زرګونه وګړي دغې هېواد ته ورځی څو د کډوالي ژوند پکې مخ ته بوځي.





Source link

Leave a Reply