۲۰۱۹ کال کې ۴۷۸ افغانانو د تابعیت د پرېښودو غوښتنه کړې


د افغانستان د
عدلیې وزارت وايي، چې تیر ۲۰۱۹ کال کې څه کم ۵۰۰ افغانانو د خپل تابعیت د پرېښودو
غوښتنه کړې، چې دا مهال یې پر دوسیو کار روان دی.

د عدلي وزارت
ویاند امان ریاضات تیره ورځ ( جمعه سلواغې ۱۱ ) وویل هغو کسانو چې د افغانستان د
تابعیت پرېښودو غوښتنه کړې له هېواد څخه بهر ایران، روسیه، اتریش، هالند او یو
شمېر نورو هېوادونو کې ژوند کوي.

د نوموړي په وینا
تر اوسه د ۱۵ کسانو د تابعیت پرېښودو بهیر بشپړ شوی، او پر نورو هم کار روان دی.

د عدلیې وزارت
ویاند وايي، چې د تابعیت د پرېښودو اصلي لاملونه بهرني هېوادو کې واده کول او
قانوني محدویتونه ښودل شوي دي.

عدليه وزارت
همداراز وايي، چې تیر کال بیا یو شمېر بهرني اتباعو د افغانستان د تابعیت غوښتنې هم
کړې چې شمېر یې ۱۷ کسانو ته رسي او ډېر یې د مصر، ازبکستان او برېټانیا دي.

د افغانستان د
عدلیې وزارت د معلوماتو پر بنسټ تیرو څلور کلونو کې ۲۹۰۰ افغانانو خپل تابعیت پریښی
دی.



Source link

Leave a Reply