په کندز ولایت کې؛ د ډرون په برید کې پنځه کسان وژل شوي


د بهرنیو ځواکونو له لوري پر ملکي خلکو
بریدونه د مل
ي
حاکمیت ښکار
ه نقض
دی چې باید ژر تر ژره بند شي
( حامد کرزی)

دوه قومي مشران چې دشت ارچي ته د جنازې لپاره تللي وو
په لاره
کې پرې هوایي برید
شوی
، برید کې د دواړو قومي مشرانو
ترڅنګ دوه میرمنې
او د هغوی یو ماشوم لمسی وژل شوی ( ځایي
اوسیدونکي)

حکومت اصلا د ملکي تلفاتو د پېښو د
غندلو او بررسي کولو نیت او توان نه لري ( عبدالشکور دادرس)

کندز ـ په کندز ولایت کې د بهرنیو ځواکونو په هوایي
برید کې د یوې کورنۍ پنځه غړي وژل شوي دي.

د کندز ځایي اوسېدونکي وایي، د غلام رباني او غلام ګیلاني
په نوم دوه قومي مشران چې دشت ارچي ولسوالۍ ته د جنازې لپاره تللي وو په لاره پرې
هوایي برید شوی چې له امله یې د دې دوه قومي مشرانو ترڅنګ دوه میرمنې او د هغوی یو ماشوم
لمسی وژل شوی.

د حزب اسلامي د رهبرۍ شورا غړي وایي،غلام رباني د حزب اسلامي پخوانی
قوماندان و، خو اوس مهال یې شخصي فعالیت درلود او له هېڅ وسله والې ډلې
سره یې اړیکې نه درلودې.

پخواني ولسمشر حامد کرزي دغه برید غندلی او وایي د بهرنیو ځواکونو له لوري
پر ملکي خلکو بریدونه د ملي حاکمیت ښکاره نقض دی او باید
ژر تر ژره بند شي.

د کندز ولایت په دشت ارچي ولسوالۍ کې په یوه هوایي برید کې د ښځو او
ماشومانو په ګډون د یوې کورنۍ پنځه غړي وژل شوي دي.

د کندز ولایت دشت ارچي ولسوالۍ ځایي
اوسېدونکي وایي، د غلام رباني او غلام ګیلاني په نوم دوه قومي مشران چې دشت ارچي
ولسوالۍ ته د جنازې مراسمو ته تللي وو کور ته د ستنېدو پرمهال پرې هوایي برید شوی
او پنځه کسان وژل شوي دي.

له دې برید وروسته ځایي خلکو د اعتراض په ډول د وژل شویو کسانو جنازې د
ولایت مخې ته راوړې او له حکومت څخه یې د عدالت غوښتنه
درلوده.

پخواني ولسمشر حامد کرزي دغه برید غندلی او وایي د بهرنیو ځواکونو له لوري
پر ملکي خلکو بریدونه د ملي حاکمیت ښکاره نقض دی چې باید
ژر تر ژره بند شي.

 ښاغلی کرزی زیاتوي(( د کندز په دشت ارچي ولسوالۍ کې د بهرنیو ځواکونو هوایي بمبارۍ چې په نتیجه
کې یې د یوې کورنۍ پنځه غړي په
شهادت رسېدلي په کلکو ټکو غندو.
د بهرنيو ځواکونو له لوري د افغانانو پر کلیو او کورونو بریدونه زموږ د ملي حاکمیت
نقض او له افغانانو سره ظلم او زیاتی دی او باید په هېواد کې هر راز نظامي عملیات
ژر تر ژره بند شي.))

که څه هم افغان حکومت وایي، د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې د مخنیوي لپاره تدابیر لري، خو د سیاسي چارو شنونکي
عبدالشکور دادرس له ویسا سره په خپلو خبرو کې وویل چې حکومت اصلا د ملکي تلفاتو د
پېښو د غندلو او بررسي کولو نیت او توان نه لري ښاغلی دادرس وایي چې حکومت هر وخت
د ملکي تلفاتو د بررسۍ خبره کوي او بررسي د یوې پېښې د حقوقي څېړنې په معنا ده خو
زموږ حکومت هېڅکله هم د دا ډول پېښو بررسي نه ده کړې دا په دې مانا ده چې حکومت د
دغه ډول پېښو د بررسۍ هېڅ صلاحیت او هوډ نه لري.

د یادونې وړ ده چې په دې وروستیو څو ورځو کې د ملکي تلفاتو پېښې تر بل هر وخت زیاتې شوې، چې وروستۍ هغه یې په زابل ولایت کې وه.





Source link

Leave a Reply