پاکستان لاهم طالبانو ته امکانات برابروي – ‌ويسا ورځپاڼه|روزنامهء ویسا


په افغان جګړه کې ۸۵ سلنه چاودېدونکي
توکي له پاکستان څخه افغانستان ته لیږل کیږي

کابل ـ یوشمېر پخواني امریکایي جنرالان وایي، د
امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې تړون لاسلیک په افغانستان کې د سولې د ټینګښت په
مانا نه دی.

د افغان سولې په تړاو د امریکا د څیړنیز مرکز له لوري رابلل شوې ناسته کې
د امریکا یوشمېر متقاعدو جنرالانو ویلي، طالبان په کوټه او میرانشا کې لاهم خوندي
مرکزونه لري او پاکستان له دې ډلې سره مرسته کوي.

نوموړی وایي، په افغان جګړه کې ۸۵ سلنه چاودېدونکي
توکي له پاکستان څخه افغانستان ته لیږل کیږي، چې د افغان او امریکایي ځواکونو د
وژل کېدو لامل کیږي.

په واشنګټن کې د امریکا د څیړنیز مرکز او هیریټیج بنسټ
له لوري د افغان سولې او په افغانستان کې د امریکا د پوځي ماموریت په اړه ناسته
رابلل شوې، چې ډیری ګډونوال یې پخواني امریکایي جنرالان دي.

د امریکا دغه پخواني پوځي چارواکي په دې باور دي، چې د
امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې تړون په افغانستان کې د ثبات په مانا نه دی او د
افغانانو له حضور پرته دا پروسه بې پایلې ده.

متقاعد جنرال جک کین وایي، په قطر کې د امریکا او
طالبانو ترمنځ د سولې روانو مذاکراتو ته ډير هیله مند نه دی.

(( له بده مرغه زه  د سولې روانو خبرو ته ډير خوشبین نه یم، زما
هدف د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې مذاکرات دي، خو که د افغان حکومت او طالبانو
ترمنځ مذاکرات پیلیږي، یو ښه ګام دی او تمه ورته شته چې تاوتریخوالی ختم او سوله
وشي، خو زه تر اوس داسې څه نه وینم))

دغه پخوانی امریکایي جنرال وایي، پاکستان لاهم پر
طالبانو پراخ کنټرول لري او د دې ډلې د جنګیالیو لپاره مالي امکانات برابروي او په
خپله خاوره کې یې خوندي مرکزونه ورکړي.

نوموړی وایي، طالبان دا مهال په کوټه او میرانشا کې د
روزنې ګڼ مرکزونه لري چې د پاکستان له لوري 
تمویلیږي او طالب جنګیالیو ته هر ډول امکانات ورکول کیږي.

نوموړی وایي، په افغان جګړه کې ۸۵
سلنه چاودېدونکي توکي په پاکستان کې تولیديږي چې وروسته په افغانستان کې ترې د افغان او
امریکایي وګړو د وژلو لپاره کار اخیستل کیږي.

دغه امریکایي
جنرال همدا راز وایي:(( په پاکستان کې د کیمیاوي
سرې دوه سترې فابریکې د طالبانو لپاره چاودېدونکي توکي برابروي، تقریبا ۸۵ سلنه چاودیدونکي توکي چې په
افغان جګړه کې کاریږي په پاکستان کې تولیدیږي، همدا اوس په کوټه او میرانشا
کې د طالبانو مرکزونه دي چې پاکستان یې ملاتړ کوي او افغانستان ته جنګیالي لیږي،چې
د افغان او امریکایي وګړو د وژلو لامل کیږي.))

دغه امریکایي جنرال وایي، له پاکستاني چارواکو سره یې په خبرو کې هغوی ته په ډاګه کړې چې
حکومتونه یې امریکا ته دروغ وایي او لایې هم نه ده ثابته کړې چې له ترهګرو ډلو
ملاتړ نه کوي.





Source link

Leave a Reply