نظام الدین قیصاري پرون په جوزجان کې د بزکشۍ لوبې نندارې ته تللی و


کابل ـ نظام الدين قيصاري پرون
په جوزجان ولايت کې د امنيتي ځواکونو په بدرګه د بزکشۍ لوبې ته تللی و.

په ټولنيزو رسينو کې په خپرو شويو عکسونو کې ليدل کېږي چې نظام الدين قيصاري
د ګڼو خلکو او امنيتي ځواکونو په منځ کې ناست دی.

څه موده مخکې امنيتي ځواکونو په مزارشريف ښار کې
د قيصاري پر کور بريد وکړ خو له اوږدې محاصرې او جګړې وروسته هغه جوزجان ولايت ته
په تېښته بريالی او د امنيتي ځواکونو عمليات بې پايلې ختم شول.

حکومت په دې وروستيو کې هڅې پيل کړې دي چې د
نامسووله وسله والو له دغه قوماندان سره جوړجاړی او معامله وکړي.

داسې راپورونه هم خپاره شوي وو چې قيصاري په
مزارشريف ښار کې د جرمني په قونسلګرۍ کې دی. قيصاري د مزار شريف ښار تر بريد وروسته د
لومړي ځل لپاره په عام محضر کې ليدل شوی دی.



دا وګورئ




په افغان جګړه کې ۸۵ سلنه چاودېدونکي توکي له پاکستان څخه افغانستان ته لیږل کیږي …





Source link

Leave a Reply