پولنډ له امریکا ۳۲ جنګي الوتکې اخلي


د پولنډ حکومت پرون، د جنورۍ په ۳۱مه، له امریکا سره یو تړون لاسلیک کړ چې پر اساس به یې پولنډ د امریکا له متحدو ایالاتو ۳۲ جنګي جټ الوتکې په ۴ اعشاریه ۶ مبلیاردو ډالرو واخلي.

په داسې حال کې چې روسیه د اروپا د ختیځ بلاک پر لور پوځي حرکتونه زیاتوي، پولنډ به چې په ختيځه اروپا کې د ناټو تړون له مهمو غړو دی، د (اف ۳۵) جنګي جټ الوتکو د اخیستلو له لارې خپلې هوايي دفاع سیسټم پیاوړی کړي.

د پولنډ ولسمشر اندرې دودا پرونۍ ورځ د پولنډ په تاریخ کې د خپل هېواد لپاره ډېره مهمه وبلله او ویې ویل چې د پولنډ لپاره چې داروپا یوه برخه ده، دا معامله له امنیتي پلوه ډېر اهمیت لري.

دودا زیاته کړه چې د پولنډ د وسله والو ځواکونو په تاریخ کې داسې ستر تړون نه و شوی او داسې ستراتيژيک پرمختګ د واشنګټن او وارسا په اړیکو کې د لازیات ټینګښت څرګندونه هم کوي.

د پولنډ ولسمشر اندرې دودا

د پولنډ ولسمشر اندرې دودا

اندرې دودا زیاته کړه: “دا ډېره لویه خبره ده چې امریکا د اف ۳۵ جنګي الوتکو معلومات زموږ سره شریکوي، دا د امریکا د حکومت لپاره ډېره غټه پرېکړه وه ځکه دا معلومات سري دي او د امریکا حکومت یې په کلکه ساتنه کوي، دا قرارداد زموږ او امریکا ترمنځ د باور زیاتوالی څرګندوي.”

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم د پولنډ ژمنه ستایلې چې د خپل هېواد د پوځ د عصري کولو لپاره یې کوي او ویلي يې دي چې اف ۳۵ جټ الوتکې به د پولنډ قابلیت زیات کړي چې له ځانه دفاع وکړي.

د امریکا متحدایالات به پولنډ ته د ۲۰۲۴ او ۲۰۳۰ میلادي کلونو ترمنځ دا الوتکې ور ورسوي او په دې ډول به پولنډ د ناټو تړون لسم غړی هېواد چې هوايي ځواک یې اف ۳۵ جنګي جټ الوتکې لري.

د څلور اعشاریه شپږ میلیون ډالرو په ارزښت قرار داد کې دا هم منل شوې چې امریکا به پولنډي پيلوټانو او انجنیرانو ته د اف ۳۵ امریکايي الوتکو د الوزولو او ترمیم زده کړه ورکوي او له هغوی سره به لوژیستیکي همکاري کوي.

د پولنډ هوايي ځواک اوسمهال ۵۰ امریکايي (اف – ۱۶) الوتکې لري.

خو په پولنډ کې د اپوزېسیون ډلو نیوکه کړې چې څلور اعشاریه شپږ میلیارد ډالر ډېره زیاته بیه ده چې پولنډ به یې پرې کوي او داسې الوتکې به ترلاسه کوي چې د پولنډ پوځ یې په بشپړ ډول د استعمال قابلیت نه لري.

د اپوزېسیون ډلو همدا راز د پولنډ په ښي اړخي حکومت نیوکه کړې چې د (اف – ۳۵) جنګي الوتکو قرار داد یې له مزایدې پرته لاسلیک کړی دی.

د پولنډ حکومت تېر کال له امریکا سره د موبایل راکټ ویشتونکو دستګاوو قرارداد وکړ چې ۴۱۴ میلیونه ډالره بیه یې درلوده.

پولنډ تر هغه یو کال وړاندې، له امریکا د مزائیلو پاټریوټ سیسټم هم په ۴ اعشاریه ۷۵ میلیارد ډالرو واخیست.

له کله راهیسې چې روسیې په ۲۰۱۴ میلادي کال کې د کرېمیا ټاپو وزمه په زور له اوکراینه جلا او له خپلې خاورې سره یو ځای کړې.

د ختیځي اروپا هېوادونه په ټوله سیمه کې د روسیې له ممکنو پوځي او سیاسي پرمختګونو اندېښنه لري.

د روسیې حکومت له هغه راهیسې د اوکراین په ختيځ کې د هغو وسله والو بېلتون غوښتونکو ملاتړ کوي چې د اوکراین د حکومت پر ضد جنګېږي.



Source link

Leave a Reply