د کابل پولیسو درې حرفوي غله ونیول


د کورنیو چارو له وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې ځواکونو یې تېر ماښام د کابل ښار د درېیمې حوزې په مربوطاتو کې درې هغه حرفوي غله ونیول، چې یو سنوکر کلپ ته ننوتلي وو.
خبرپاڼه زیاتوي، چې له نیول شوو کسانو څخه ۱۲ سیټه غلا شوي موبایلونه، ۹۰۰ امریکایي ډالر، درې زره افغانۍ، یو میل کمري سلا او یو شمېر جعلي کارتونه هم د افغان ځواکونو لاسته ورغلي دي.
د سرچینې په وینا، نیول شوو کسانو په ورته نورو وسله والو غلاوو کې هم لاس درلود.
د دغه وزارت له لوري په یوه بله خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې افغان ځواکونو د پکتیا په احمداباد ولسوالۍ کې یو لړ هدفمند عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې د نشه یي توکو څلور کارخونې او ۳۰ ټنه نشه یي توکي له منځه وړل شوي دي.



Source link

Leave a Reply