روسیه له چین سره خپله پوله تړي


روسیه د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره له چین سره خپله پوله تړي.

د روسیې صدراعظم میخایل میشوستین د جنورۍ پر ۳۰مه د کابینې په غونډه کې وویل چې له چین سره د روسیې پوله چې د نړۍ په سطح پنځمه اوږده پوله ده، ژر تر ژره تړي.

میشوستین وویل چې د پنجشنبې په ورځ په همدې اړه موافقه لاسلیک شوې ده او د عملي کېدو چارې به‌یې پیل شي. دی وایي د دې پولې د تړلو په تړاو او هم د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره هر اقدام به له خلکو سره شریک شي.

د روسیې صدراعظم میخایل میشوستین

د روسیې صدراعظم میخایل میشوستین

د روسیې صدراعظم وویل تر اوسه په دې هېواد کې د یاد ویروس پېښه نه‌ده ثبت شوې.

د پنجشنبې په ورځ په تبت کې په کرونا ویروس د اخته کېدو یوه پېښه رسماً تأیید شوه چې ورسره جوته شوه چې دا ویروس د چین ټولو ولایتونو ته خپور شوی دی.

د چین روغتیایي چارواکي په دې هېواد کې په همدې ناروغۍ د ۷۷۰۰ کسانو د اخته کېدو خبره تأییدوي.

دغه ناروغي د تېرې میاشتي راهیسي د چین د هوبي ایالت په مرکز ووهان کې د څارویو په یوه مارکېټ کې راپورته شوه. تر اوسه په چین کې ۱۷۰ تنه له دې ناروغۍ څخه مړه شوي چې تقریباً ټول‌یې په همدې ووهان ښار کې ول.

په هوبي ایالت کې ۶۰ میلیونه کسان ژوند کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د نړۍ هېوادونو له چین څخه د کرونا ویروس د خپرېدو له کبله د خپلو اتباعو د ایستلو چارې پیل کړې دي.

ځینو هېوادونو خپل سلګونه وګړي چې په ووهان کې اوسېدل، ایستلي او د ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره‌یې قرنطین کړي دي.

د نړۍ په نورو ۱۶ هېوادونو کې هم د کرونا ویروس د موجودیت راپورونه ورکړل شوي دي.

په چین کې خلکو له کرونا ویروس څخه د وقایع لپاره د ماسکونو کارول پیل کړي.

په چین کې خلکو له کرونا ویروس څخه د وقایع لپاره د ماسکونو کارول پیل کړي.

استرالیا، جنوبي کوریا، سنګاپور او نوي زیلاند باید له چین څخه خپل ایستل شوي اتباع د دوو اوونیو لپاره قرنطین کړي.

د چین د فوټبال ټولنې اعلان وکړ چې د کرونا ویروس د خپرېدو له کبله‌یې خپلې ټولې لوبې ځنډولي.

هغه نړیوالې لوبې چې په مارچ کې په چین کې پلان شوې وې، تر راتلونکي کاله وځنډېدې.

د روغتیا نړیوال سازمان مشر تیدروس ادهانوم ګیبریسوس ویلي چې په تېرو څو ورځو کې په ځینو هېوادونو کې د دې ناروغۍ خپرېدو په تېره بیا له انسان څخه انسان ته د هغې د انتقال له کبله اندېښمن دی.



Source link

Leave a Reply