د کرونا ناروغۍ ۲۵۳ کسان مړه کړي، بیړنی حالت اعلان شوی – KHABARIAL.COM


خبریال ډاټ کام: تازه د روغتیا نړیوال سازمان د یوه اوږد او ګډ بحث وروسته په چین کې د کرونا ناروغۍ له امله بیړنی روغتیایي حالت اعلان کړی دی.

دغه سازمان تر اوسه پورې دغه اقدام ځنډولی و، خو وروسته له هغې دغې پرېکړې ته مجبور شوي چې په چین کې د دغه ویروس له کبله د وژل شویو کسانو شمېر تر ۲۵۳ پورې ورسېد او د نړۍ په ۲۰ هېوادونو کې نښې نښانې ولیدل شوې.

روغتیا نړیوال سازمان په یوې اعلامیه کې ویلي دي چې د بیړني حالت د اعلان موخه یې د راولاړې شوې ستونزې
ته د نورو هېوادونو پام را اړول او د حل لارو لپاره ګډې مبارزې باندې تاکید دی.

روغتیايي کاروپوهان وایي چې د کرونا ویروس په چین کې په ډیری چټکۍ سره خپور شوی دی، دغه راز امریکا، فرانسې، المان، ویتنام، کاناډا، هند او نورو شاوخوا هېوادونو ته هم انتقال شوی دی.

خو دغې ناروغۍ یوازې په چین کې خلک مړه کړي دي، بلکې په دې نورو هېوادونو کې یوازې د نارغۍ نښې نښانې لیدل شوي دي.

د کرونا ویروس څخه د مړیو شمېر ۲۵۳ کسانو ته د رسېدو سره سم امریکا په خپلو وګړو چین ته پر تګ او راتګ باندې کلک بندیز لګولی دی چې له دې وروسته د امریکا کوم وګړی چین ته نه تګ او نه هم ترې راتګ کولی شي.

راپورونه وایي، د کرونا ویروس چې له یوې خوایي د چین وګړي مړه کړل له بلې خوایې د چین اقتصاد ته لویه ضربه ورسوله چې په دې توګه ډیری تجارانو چین ته له تګ او له چین څخه د سوداګرۍ اړیکې هم پرې کړې.

د چین په ووهان سیمه کې د ډیری وګړو طبي معایني هم پیل شوي دي دوی ته ویل شوي دي چې له خپلو کورونو او مېشتو ځایونو دې بهر نه وځي.

دغه راز د چین پر بیلابیلو ښارونو کې هم بیړنی حالت اعلان شوی دی په ښارونو او کورنو کې خلک بند پاتې دي او بهر ته د تګ اجازه نه لري چې ولاړ شي.

همدارنګه له یوه ښاره بل ښار ته د تګ راتګ لپاره الوتکې هم درول شوي دي دوی ته اجازت نشته چې له یوې سیمي بلې سیمي ته چینایي وګړي انتقال کړي.

د یادولو ده د افغانستان په هوایي ډګر کې هم د کرونا وایروس په شکمنو خلکو باندې معاینات ترسره کېږي چې بیا وروسته افغان خاورې ته پرېښودل کېږي.





Source link

Leave a Reply