شمالي وزیرستان کې دوه پاکستاني پوځیان هلاک شوي – KHABARIAL.COM


خبریال ډاټ کام: د پاکستان د پوځ مشر خبر ورکړی دی؛ چې ګواکې نن د شمالي وزیرستان په تحصیل سیمه کې د وسله والو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ په نښته کې دوه پاکستاني پوځیان هلاک شوي دي.

د پاکستاني پوځ مشرانو خبر ورکړی دی” چې ګواکی نن د شمالي وزیرستان په تحصیل سیمه کې د وسله والو له منځه وړلو پر موخه عملیات پیل کړي و چې د ناڅاپي برید سره مخ شو”

پاکستاني پوځیانو خبر ورکړی دی چې د کمین پر مهال د دوی دوه پوځیان وژل شوي، خو ادعا کوي چې په ډزو کې پنځه وسله وال هم وژلي دي.

په سیمه کې بیا خلک وایي، چې لومړی برید د نامعلومه وسله والو له لوري پر پاکستاني ځواکونو ناڅاپي ترسره شو چې پکې دوه پوځیان هلاک شوي او تر پنځو پورې نور پوځیان سخت ټپیان شوي هم دي .

خو د پاکستاني پوځ مشران بیا د سیمې خلکو ادعاوې ردوي او وایي، چې د دوی دوه پوځیان پکې وژل شوي او پنځه نور وسله وال یې پر ځوابي برید کې وژلي دي.

د دغې برید مسوولیت لاهم کومې وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

په وزیرستان کې بیا قومي مشران پر پاکستاني ریاست ادعا کوي چې ګواکې د دوی په سیمه کې ټول وسله وال د ریاست له لوري ځای پر ځای شوي دي چې هدف یې ترې د پښتون قام مشرانو، اوسېدونکو له منځه وړل دي.

په شمالي وزیرستان کې تل د یو لړ بریدونو پر مهال باکستاني ځواکونه هلاک شوي دي، دغه راز پکې نور په لسګونه پښتانه هم شهیدان شوي دي.

د سیمي اوسېدونکي وایي چې د ریاست له لوري دلته وسله والو پوځیان ځای پر ځای شوي دي، څو پښتانه له منځه یوسي چې دوی له یو لړ ستونزو سره مخ کړي دي.

په شمالي وزیرستان کې هره اونۍ پاکستاني ځواکونه د کمینونو لاندې راځي چې له امله یې ګڼ شمېر پاکستاني ځواکونه هلاک کېږي.

د یادولو ده چې له دې وړاندې هم په شمالي وزیرستان کې ګڼ شمېر پاکستاني پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.





Source link

Leave a Reply