د لمر د سطحې داسې عکسونه چې تر اوسه چا نه دي ليدلي | آلمان او نړۍ | DW


د هوایې پوهنتون د څيړونکو له خوا د چهار شنبې په ورځ (۲۰۲۰م کال د جنورۍ ۲۹ نیټه) په خپرو شويو عکسونو کې د لمر د سطحې داسې جزيات هم ليدل کيدای شي چې تر دې دمخه چا نه دي ليدلي.

د ډېر لوړ تحليل دغه عکسونه په هوایې کې د «دانيل کی. انویو» په نوم سولر تليسکوپ له خوا اخيستل شوي دي. دغه د نړۍ تر ټولو ستر تليسکوپ يا دوربين دی.

څيړونکو دغه عکسونه په يوه ويډيو کې سره راټول کړي چې سړی پکې د لمر طلايي ـ نارنجي رنگه سطح ليدلی شي. د پوهنتون له خوا په جاري کړل شوې اعلامیه کې ويل شوي چې د لمر سطح حجرو ته په ورته جوړښتونو پوښلې ښکاري چې «لووالی یې د تکساس ايالت اندازې ته رسيږي» او د مقناطيس نخښې نښانې هم پکې ليدل کيږي.

ساينس پوهان هيله لري چې د تليسکوپ له خوا راټول شوي دا معلومات به د کورونا د مقناطيسي ساحې د نقشې په رامنځته کولو کې مرسته وکړي. کورونا د لمر بهرنی قشر دی چې لمريز وړانگې ترې خپريږي او پر ځمکه پر پروازونو، جي پي ايس سيسټمونو او د اړيکو پر غوڅيدو اغیز کولی شي.

USA Hawai Inouye Teleskop (picture-alliance/AP Images/M. Thayer)

په هوایې کې د «انویو» تلیسکوپ د نړۍ تر ټولو ستر تليسکوپ دی

د هوایی پوهنتون د فضانوردۍ انستيتويت څخه جيف کوهن وويل: «دا په حقيقت کې د گليليو له وخت راهيسې له ځمکې څخه د لمر د مطالعه کولو د انسان د وړتيا په برخه کې يوه ستره لاسته راوړونه ده. دا يو لوی کار دی.»

دا تليسکوپ چې د هوایې په ماوي ټاپو کې د يوه اور غورځوونکي غره پر سر ايښوول شوی دی، په راتلونکو څو مياشتو کې به د اضافي اوزارونو په نصبولو سره نور هم قوي شي.

دغه څه به د لمر د مقناطيسي ساحې د «ډېرې دقيقې» نقشې په ترلاسه کولو کې مرسته وکړي. کوهن وويل: «په دې نويو پرزو سره موږ په دې اړه د معلوماتو د ترلاسه کولو هیله لرو چې لمر او ځمکه پر يو بل څه ډول اغیز کوي.»

bs/nz ( Rebecca Staudenmaier)

زموږ له آرشيف څخه:





Source link

Leave a Reply