يونان د مهاجرو پر وړاندي په اوبو کي ديوال جوړوي | اروپا ته مهاجرت | DW


يونان غواړي د خپل ساحل مخي» په اوبو کي محافظتي سيستم« جوړولو سره د مهاجرو د راتگ مخه ونيسي. د يونان د دفاع وزارت په آژه کي د بنديز د دغه ميکانيزم د جوړولو په اړه يو اعلان خپور کړی دی، تر څو په بېړني حالت کي له گاونډي هيواد ترکيي څخه د مهاجرو د راتگ د مخنيوي له پاره و کارول سي.

دغه سيستم به څه ناڅه درې کيلومتره اوږد وي چي د يونان امنيتي ځواکونو له خوا به وصل کړای سي.

د چارواکو په خبره دغه سيستم به نيم متر له اوبو څخه راوتلي وي او پر سر به يي برقي اشارې نصب سوي وي. ويل کيږي چي پر دغه سيستم باندي د لگښت اندازه نيم ميليون يورو اټکل سوی دی. د نورو جزياتو په هکله چارواکو څه نه دي ويلي.

د مهاجرو په وړاندي د پوځ ماموريت

سربيره پر دې د يونان حکومت غواړي په راتلونکو مياشتو کي۱۲۰۰ نوي سرحدي پوليس هم و گوماري تر څو له ترکيي څخه مهاجرت تر کنترول لاندي ونيسي.

د يونان په لاگرونو کي د مهاجرو غير بشري حالت

تيرکال په اروپا کي يونان ته تر ټولو ډير مهاجر راغلل. د مهاجرو له پاره د ملگرو ملتو ادارې په حواله په ۲۰۱۹م کال کي له ترکيي څخه د راغلو مهاجرو شمير په ښکاره ډول زيات سوی وو. په داسي حال کي چي په ۲۰۱۸م کال کي د هغوی شمير۵۰ زره ۵۰۰ وو، په ۲۰۱۹م کال کي يي شمير ۷۴ زره ۶۰۰ ته ورسيد.

په اوس وخت کي څه د پاسه ۴۰ زره انسانان، د يونان د آژدې ټاپوگانو په ډکو کمپونو کي چي يوازي د شاوخوا ۶۲۰۰ کسانو له پاره ځای لري، شپې او ورځي تيروي. مرستندويه سازمانونو په تيرو مياشتو کي د لاگرونو پر غير بشري حالت باندي سخت انتقادونه کړي.

په يونان کي د مهاجرو او پناه غوښتونکو په اړه تر سختو قوانينو وروسته اوس د دغه هيواد محافظه کاره صدراعظم غواړي د هغو مهاجرو د بيرته استولو پروسه چټکه کړي چي نړيوال ملاتړ ته اړتيا نه لري. او يا يي هم د پناه غوښتنه رد سوې وي.

(dpa, afp, ap)





Source link

Leave a Reply