پښتونخوا کې د پوليو ضد دوه کارکوونکې وژل شوې


پوليود انځور حقوق
AFP

Image caption

افغانستان، پاکستان او نايجيريا هغه درې هېوادونه دي چې د پوليو پېښې په کې رامنځته کېږي

د خيبر پښتونخوا پوليس وايي د پوليو يا ماشومانو ګوزڼ پر وړاندې د مبارزې ډلې دوه کارکوونکي وژل شوې دي.

د رپوټونو پربنسټ دا پېښه د صوابۍ پارمولي سيمه کې رامنځته شوې، چې د دې سيمې د پوليسو د مشر په وينا نامعلومو وسله والو د پوليو پر کارکوونکو داسې وخت بريد کړی، چې دوی کورپرکور ماشومانو ته د واکسين ورکولو پر دنده وتلې وې.

دې بريد کې يوه ښځينه کارکوونکې د پېښې ځای کې وژل شوې، او بلې یې بيا د ټپونو له امله د پېښور لېډي ريډنګ روغتون کې ساه ورکړه.

پوليس چارواکي په هغه سيمه کې چې دا پېښه شوې د پوليو کارکوونکو لپاره ډېر خطرناکه سيمه نه بلل کېږي.

‘څه باندې یو میلیون افغان ماشومان د پولیو له واکسینه بې برخې شوي’

د پوليو درملنې لپاره د نويو مصنوعي واکسينو جوړول

د پولیو لمنځه وړلو لپاره د افغانستان او پاکستان ګډې هڅې

رپوټونه وايي د خيبر پښتونخوا اعلى وزير محمود خان د پېښې په تړاو د دغه ايالت د پوليسو له مشره د پلټنو رپوټ غوښتى .

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د ګوزڼ یا پولیو نوې قضیه

د پښتونخوا او بلوچستان په گڼو سيمو کې وار وار د پوليو پر کارکوونکو بريدونه کېږي چې پاکستان کې د پوليو له منځه وړلو هلوځلو پر وړاندې ستر خنډ بلل کېږي.

د ماشومانو گوزڼ يا پوليو د نړۍ په نورو هېوادونو کې له منځه تلې خو افغانستان، پاکستان او نايجيريا هغه درې هېوادونه دي چې د دغې ناروغۍ پېښې په کې لا هم رامنځته کېږي.



Source link

Leave a Reply