د پاکستان د کورنیو چارو وزیر د وزیر خبرو ته د پښتون ژغورنې غورځنګ غبرګون – Hindukosh


هندوکش ــ پاکستان: د پاکستان د کورنیو چارو وزیر اعجاز شاه وايي، له پښتون ژغورنې غورځنګ سره خبرې خپل ځای لري، خو که څوک د هېواد قانون ماتوي، نیول کېږي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر منظور پښتین د نیولو او له هغه وروسته د نوموړي د ملاتړ لپاره د احتجاج له امله د غورځنګ د نورو غړو پر نیولو بحث کېږي.
د پولیسو لیک کې راغلي، چې منظور پښتین د جنورۍ په ۱۸ غونډې ته وینا کې د پاکستان د قانون له منلو انکار کړی او د دولت ضد سپکوونکې خبرې یې کړې دي.
د غورځنګ بل مخکښ غړی او د پاکستان قامي اسمبلۍ کې د وزیرستان وکیل محسن دوړ وايي، منظور پښتین ځکه نیول شوی چې د بنو جلسه کې یې د پښتنو د جرګې د را بللو او د پښتنو د یووالي خبره کړې وه.
د چارشنبې په ورځ محسن دوړ هم هغه مهال څو ګړۍ ونیول شو چې د اسلام اباد رسنیو کلب مخ ته یې د منظور پښتین د خوشي کولو لپاره مظاهره کوله.
له خوشي کېدو وروسته ښاغلي داوړ په ټوېټ کې ولیکل، د منظور پښتین د نیولو خلاف نړۍ کې مظاهرې وشوې، خو یوه تاوجنه پېښه هم پکې ونه شوه:
“ما دلته اسلام اباد کې مظاره کې ګډون درلود او دلته هم د نورو ځایونو په څېر مظاهره هم وه”.
نوموړی زیاتوي: خو دولت یو ځل بیا موږ ته را یاد کړل چې زموږ حقونه ورته هیڅ اهمیت نه لري.
د ښاغلي دوړ په خبره، “زموږ ازادي اخیستل کېږي، ځکه به چوپ نه شو”.
محسن دوړ وايي، تر نن انتظار کوي چې مالومه شي، څومره کسان بندیان دي، بیا به د ټولو خوشي کولو لپاره لاریون کوي.
فروزان سیرت

Share this page to Telegram



Source link

Leave a Reply