۱۸ کاله ازادي؛ ازادي راډیو ۱۸ کلنه شوه


په افغانستان کې ازادي راډیو ۱۸ کلنه شوه.

له نن څخه ۱۸ کاله وړاندې ازادي راډيو د ۲۰۰۲ میلادي کال د جنورۍ په ۳۰مه نېټه د کابل په وخت د ماښام په ۰۷:۳۰ دقیقو په دري او پښتو ژبو درې ساعته خپرونې پیل کړې، وروسته د ۲۰۰۴ کال د مارچ په ۲۱مه دغه نشرات ۱۲ ساعتو ته لوړ کړای شول.

د ازادي راډیو نشرات دا مهال د افغانستان په وخت د سهار له ۰۷:۰۰ بجو پیلېږي د ماښام تر ۰۷:۰۰ بجو خپرونې لري چې د هر ساعت په سر کې خبرونه او هر نیم ساعت کې د مهمو خبرونو سرټکي خپروي.

ازادي راډيو اوس په ټول افغانستان کې په ۱۰۰،۵ “اېف اېم” او همدا شان په منځنۍ ۱۲۹۶ “اې اېم” څپو خپرونې لري چې د کابل په ګډون په یو شمېر مهمو ښارونو کې خپرونې لري.

ازادي راډیو د سهار له ۰۷:۰۰ بجو پیلېږي د ماښام تر ۰۷:۰۰ بجو خپرونې لري.

ازادي راډیو د سهار له ۰۷:۰۰ بجو پیلېږي د ماښام تر ۰۷:۰۰ بجو خپرونې لري.

دا چې د ازادي راډیو په اړه عام افغانان څه نظر لري، د بدخشان، ننګرهار، کابل او هرات ولایت یو شمېر اوسېدونکي یې په اړه داسې وايي: “نوم مې شېر زمان دی، موږ ۱۲ ساعته ازادي راډیو اورو، د خبر په رسولو کې سرعت او دقت ته بشپړ پام کوي، زموږ د خوښې پروګرامونه چمتو کوي.”

“احمد احمدي یم له تېرو اتو کلونو راهیسې ازادي راډیو اورم، ښه لا دا چې د انټرنټ او فېس‌بوک له لارې پروګرامونه څارم، ښه شیان خپروي.”

“ملنګ خاکسار یم، په ټول افغانستان کې ازادي راډيو اورېدل کېږي، له نېکه مرغه په خبرونو او راپورنو کې زیات حقیقتونه موجود دي.”

“له شک پرته ازادي راډیو یو له فعاله رسنیو څخه ده، توانېدلې هر هغه څه چې په افغانستان، سیمه او نړۍ کې تېرېږي، ورته کتنه وکړي، متنوع، سیاسي، فرهنګي او بېلابېلې خپرونې لري او یوه باوري رسنۍ ده.”

ازادي راډیو دا مهال یوازې تر یوې راډیو محدوده نه‌ده پاتې، بلکې څو رسنیزې برخې لري چې میلیونونه کسان‌یې د وېب‌سایټ، فېس‌بوک، ټویټر، انسټاګرام او یوتیوب له لارې تعقیبوي.

په افغانستان کې ازادي راډیو دومره مینه‌وال لري چې حتی له خبرونو یې د افغانستان د تاریخ لیکلو ته هوډ کړی.

سید محمد امین عارف له پنځو کلونو راهیسې د ازادي راډيو خبرونه په خپل قلم لیکي او ارشیف کوي.

ښاغلی عارف زیاتوي: “ټولې رسنۍ زموږ د قدر وړ دي، خو ما ازادي راډیو ځکه غوره کړه چې دوی لومړی حقایق لیکي، پاکه دري لیکي، زما د خوښې رسنۍ ده زه‌یې اورم، لیکم‌یې او په راتلونکي کې به نور هم ولیکم.”

ښاغلي عارف زیاتوي چې غواړم د ازادي راډیو له څپو نوي نسل ته د حقایقو په رسولو کې ونډه واخلم: “زما هدف چې ازادي راډيو اورم او لیکم‌یې همدا دی چې دا د افغانستان او نړۍ حقیقتونه دي چې له ازادي راډیو خپرېږي او زه‌یې اورم، همدا ولیکم او نوی نسل‌یې ولولي چې په رښتیا په افغانستان کې څه تېرېدل.”

د ازادي راډيو ۲۷ بېلابېلې سیاسي، اقتصادي، ټولنیزې، حقوقي، ځوانانو، ښځو او بشري حقونو او نورې ډول ډول اختصاصي خپرونې لري.

د ازادي راډیو رئیس قادر حبیب

د ازادي راډیو رئیس قادر حبیب

د ازادي راډیو رئیس قادر حبیب د ازادي راډيو د خپرونو په اړه وايي: “په تېرو ۱۸ کلونو کې ازادي راډیو خپلو اورېدونکو ته تر وسه د کره او پر وخت معلوماتو د رسولو هڅه کړې، ازادي راډیو یوازې د پېښو راپور نه‌ورکوي، بلکې هڅه کوي چې خپلو اورېدونکو ته ووايي چې پېښه د دوی په ژوند څه تأثیر کوي، موږ اوس یو څو رسنیزه اداره یو په راډیو او ټولینزو رسنیو کې د ولسواکۍ، ښې حکومتوالۍ، بشري حقونو، بیان ازادي، له فساد سره د مبارزې ترڅنګ د نورو مهمو موضوعاتو په اړه افغانانو ته د ازاد او متوازن بحث زمینه برابروو.”

ازادي راډيو د چک جمهوریت پراګ او د افغانستان پلازمېنه کابل کې د مرکزي دفتر په ګډون د افغانستان په ۱۸ ولایتونو کې خبریالان لري چې په خپل وخت کره او بې‌طرفه خبرونه اورېدونکو ته چمتو کوي.

ازادي راډیو له دې وړاندې په ۱۹۸۵ کال کې د سپټمبر په لومړۍ نېټه د ازاد افغانستان په نوم نشرات پیل کړل چې د ۱۹۹۳ کال په اکټوبر کې دغه نشرات بند شول.

له دې وړاندې په لومړي ځل په ۱۹۵۰ کال کې ازادي راډیو د ازادې اروپا/ ازادي راډیو په نوم په پخوانۍ چکوسلواکیا کې نشرات پیل کړل چې دا مهال له ۲۵ په زیاتو ژبو نشرات لري.



Source link

Leave a Reply