افغانستان د پاکستان پر وړاندې لوبه ترسره کوي


د هېواد ۱۹
کلنو کړېکټ ملي ټیم د نړیوالو لوبو په ترڅ کې  د پاکستان ۱۹ کلنو کړېکټ ملي ټيم سره د لوبې ډګر
ته وردانګي.

دغه لوبه چې د
سبا ( جمعه سلواغې ۱۱ ) سویلي افریقا کې ترسره کیږي، بریالې لوبډله د نړیوال جام نیمه
پای لوبو ته لار پیدا کوي، او بایلونکې لوبډله به کورته ستنېږي.

د افغانستان
او پاکستان تر منځ دغه لوبه د دواړو هېوادو د خلکو لپاره خورا له لوړ اهمیت
څخه  برخمنه لوبه ده، چې  دغې لوبې ته د نړیوال جام د پای لوبې په سترګه ګوري.

د افغانستان د
۱۹ کلنو کړېکټ ملي ټيم تر دې وړاندې د نړیوال جام په کروپي لوبو کې دوه بریا  ترلاسه کړي، او یوه لوبه یې د باران له وجې
مساوي اعلان شوې ده.

د هېواد د ۱۹
کلنو کړېکټ ملي ټيم روزونکی رئیس احمدزی وايي، چې د پاکستان پر وړاندې یې پوره چمتوالی
نیولی، او له څلور ورځو راهیسې دغې لوبې ته په چمتوالي بوخت دي.

د افغانستان ۱۹
کلنو کړېکټ ملي ټیم پاکستان سره خپلې پنځه وروستۍ لوبې ګټلي، او له دې اړخه پر
پاکستان درانه دي.



Source link

Leave a Reply