امریکا؛ غزني کې د غورځېدلې الوتکې په اړه جزئیات خپاره کړل


افغانستان کې
د امریکا پوځ وايي، چې غزني ولایت کې د غورځېدلې الوتکې هغه برخه یې ترلاسه کړې چې
ښایي د الوتکې تور بکس هم پکې وي.

دو ورځې وړاندې
د غزني ولایت په دیک ولسوالۍ کې د امریکا پوځ یو الوتکه وغورځېده چې دو امریکايي ځواکونه
پکې ووژل شول.

افغانستان کې
دامریکا پوځ د یوې خبرپاڼې له مخې “کلن” او “کلن کېپتان” هغه دو امریکايي
سرتیري چې د الوتکې غورځېدو کې وژل شوي دي.

غزني کې د الوتکې
تر غورځېدو وروسته طالبانو ادعا وکړه چې الوتکه د دوي لخوا ویشتل شوې ده، خو امریکايي
چارواکو بیا وویل چې داسې څه یې نه دي موندلي چې وښیي الوتکه  د دښمن لخوا نسکوره شوې ده.

د الوتکې تر غورځېدو
وروسته افغان چارواکو وویل چې الوتکه د طالبانو تر ولکې لاندې سیمه کې غورځېدلې
ده، چې له همدې امله د پېښې په ورستیو ساعتونو کې ډول ډول راپورنه خپاره شول چې
بیا وروسته په ډاګه شوه چې الوتکه د امریکا د پوځ و.

امریکايي چارواکو
ویلي چې د وژل شویو کسانو جسدونه یې په ښه ډول تر لاسه کړي دي.



Source link

Leave a Reply