د طالبانو شمېر شاوخوا اتیا زره ده


د افغانستان د
بیارغونې لپاره د امریکا څارګره اداره یا سیګر وايي، افغانستان کې د طالبانو او د
هغوي د کورنیو شمېر شاو خوا اتیا زره کسانو ته رسېږي.

د سیګر څارګرې
ادارې مشر جان سپکو د کانګرس غړیو ته په وینا کې ویلي چې افغانستان کې د ټولو
طالبانو او د هغوي د کورنیو شمېر شاو وخوا اتیا زره کسانو ته رسي.

ښاغلي سپکو داسې
مهال دا څرګندونې کړي چې تر دې وړاندې هم یادې ادارې افغانستان کې د طالبانو پر
پراخ حضور راپور خپور کړی و.

طالبانو چې دا
مهال قطر کې له امریکايي استازي سره د سولې په خبرو بوخت دی، ډېر وخت ادعا کوي چې
د افغانستان ډېری خاوره د دوي تر ولکې لاندې ده.

افغان حکومت وايي،
چې افغانستان کې د اتیا زره طالبانو شتون زیاتی دی، او د سیګر له دغو څرګندونو سره
مخالف دی.

د ولسمشر
ویاند صدیق صدیقي امریکا غږ ته ویلي د طالبانو شمېر د اتیار زره تر منځ ښودل زیاتی
دی.

دا په داسې
حال کې ده چې تیره ورځ ( چهارشنبه سلواغې ۹ ) د ارزګان والي هم وویل چې یاد لایت کې
۸۰ سلنه خلک د طالبانو عدلي او قضايي ارګانونو ته مراجعه کوي.



Source link

Leave a Reply