د پاکستان د کورنیو چارو وزیر: که څوک قانون ماتوي نیول کېږي


اعجاز

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر اعجاز شاه وايي، له پښتون ژغورنې غورځنګ سره خبرې خپل ځای لري، خو که څوک د هېواد قانون ماتوي، نیول کېږي.

نوموړي له بي بي سي سره خبرو کې وویل، هغه(منظور پښتین) پاکستانی وګړی دی، د هېواد قانون یې مات کړی، ځکه نیول شوی دی.

، تر کومه چې د پښتنو خبره ده، پښتانه له دې حکومت سره دي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر منظور پښتین د نیولو او له هغه وروسته د نوموړي د ملاتړ لپاره د احتجاج له امله د غورځنګ د نورو غړو پر نیولو بحث کېږي.

* د پښتنو منظور پښتین له کومه راغی؟

* وزیرستان؛ له پیر روښان تر منظور پښتین

منظور پښتین د تېرې یکشنبې په ورځ د پېښور تاکال کې په دې تور ونیول شو چې د هېواد خلاف خبرې یې کړې دي.

ځايي پولیس وايي، د ډېره اسماعیل خان د پولیسو په غوښتنه یې نوموړی نیولی دی.

د پولیسو لیک کې راغلي، چې منظور پښتین د جنورۍ په ۱۸ غونډې ته وینا کې د پاکستان د قانون له منلو انکار کړی او د دولت ضد سپکوونکې خبرې یې کړې دي.

په دې تړاو اعجاز شاه وايي، که تاسو د هېواد قانون ماتوئ، نو نیول کېږئ، هغه د هېواد قانون مات کړی، ځکه نیول شوی دی.

له غورځنګ سره خبرې

د انځور حقوق
AFP

د پښتون ژغورنې غورځنګ او د حکومت ترمنځ په ۲۰۱۸ او ۲۰۱۹ کې بیا بیا خبرې شوې، خو کومې هوکړې ته سره رسېدلي نه دي.

د کورنیو چارو وزیر په دې تړاو وايي: لوموړی وزیر عمران خان وايي، که حل غواړئ د خبرو مېز ته راشئ، په جګړه، تاوتریخوالي څه نه حل کېږي او دا(خبرې) د هېواد، قبایلو او ورور ولۍ لپاره ښې دي.

کله چې وپوښتل شو پښتون ژغورنې غورځنګ سوله ییزې مظاهرې کوي او که له دوی سره خبرې کېږي ولې پر مېز ونه شي، نو ویې ویل:

“پر مېز خبرې کېږي، خو که زه ستا سره په مېز خبره کوم او ته سړی وژنې یا بل جرم کوې، مطلب څه دی، ودې نه نیسم”.

* منظور پښتین: پاکستان پښتانه له خپل تاریخ ناخبر ساتلي

* ” لومړی ځل پاکستان کې پښتانه د یوه ګډ هدف لپاره یوه خوله شوي”

خو د یوې پوښتنې په ځواب کې هغه وویل، “زه دا نه وایم چې دوی څوک وژلي، بلکې مثال وړاندې کوم”.

وروسته یې زیاته کړه چې د منظور خلاف ډېره اسماعیل خان کې دوسیه جوړه شوې او نیول شوی، احتجاج مهذبه لار ده، خو دوی ناسمې لارې سره احتجاج کوي. محکمې ازادې دي، محکمې دوسیې حل کوي.

د غورځنګ بل مخکښ غړی او د پاکستان قامي اسمبلۍ کې د وزیرستان وکیل محسن دوړ وايي، منظور پښتین ځکه نیول شوی چې د بنو جلسه کې یې د پښتنو د جرګې د را بللو او د پښتنو د یووالي خبره کړې وه.

محسن دوړ څه وايي؟

Image caption

اسلام اباد کې د پرېس کلب مخ ته مظاهره

د چارشنبې په ورځ محسن دوړ هم هغه مهال څو ګړۍ ونیول شو چې د اسلام اباد رسنیو کلب مخ ته یې د منظور پښتین د خوشي کولو لپاره مظاهره کوله.

له خوشي کېدو وروسته ښاغلي داوړ په ټوېټ کې ولیکل، د منظور پښتین د نیولو خلاف نړۍ کې مظاهرې وشوې، خو یوه تاوجنه پېښه هم پکې ونه شوه:

“ما دلته اسلام اباد کې مظاره کې ګډون درلود او دلته هم د نورو ځایونو په څېر مظاهره هم وه”.

نوموړی زیاتوي: خو دولت یو ځل بیا موږ ته را یاد کړل چې زموږ حقونه ورته هیڅ اهمیت نه لري.

د ښاغلي دوړ په خبره، “زموږ ازادي اخیستل کېږي، ځکه به چوپ نه شو”.

محسن دوړ وايي، تر نن انتظار کوي چې مالومه شي، څومره کسان بندیان دي، بیا به د ټولو خوشي کولو لپاره لاریون کوي.



Source link

Leave a Reply