‘طالبانو پر امریکايي ځواکونو له حملو لاس اخیستی او پر افغان ځواکونو یې کموي’


داسې راپورونه خپاره شوي چې طالبانو په افغانستان کې پر امریکایي ځواکونو له بریدونو لاس اخیستی او ژمنه‌یې کړې ده چې پر افغان ځواکونو به هم حملې لږې کړي.

بل لور ته د دې خبر له خپرېدو سره د افغانستان له بېلابېلو سیمو د جګړو د زیاتېدو خبرونه رارسېدلي دي.

نیویارک ټایمز ورځپاڼې بیا د چهارشنبې د ورځې په ګڼه کې لیکلي چې له تېرو دوو میاشتو راهیسې چې امریکایي پلاوي له طالبانو سره د سولې خبرې له سره پیل کړې دي، طالبانو د افغانستان په لویو ښارونو کې د پخوا په څېر بریدونه نه‌دي کړي، خو دا ورځپاڼه څرګندوي چې له ښارونو بهر حملې زیاتې شوې دي.

افغان ځواکونه د سرپل په سانچارک کې د عملیاتو پر مهال.

افغان ځواکونه د سرپل په سانچارک کې د عملیاتو پر مهال.

روېټرز اژانس د یو شمېر هغو سرچینو په وینا چې د قطر په پلازمېنه دوحه کې د طالبانو او امریکایي پلاوي د سولې خبرې څاري، خبر ورکوي چې طالبانو موافقه کړې ده چې په افغانستان کې پر امریکایي پوځیانو بریدونه ونه‌کړي او د افغان حکومت د ګټو پر ضد حملې کمې کړي.

خو د دې سربېره په افغانستان کې د طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ جګړې زیاتې شوې دي.

د راپورونو له مخې په افغانستان کې روان ژمی د تېرو کلونو په پرتله جګړې سختې شوې دي.

په دې ترڅ کې روېټرز اژانس څرګندوي چې په تېرو څو ورځو کې لږ تر لږه ۲۹ افغان امنیتي ځواکونه وژل شوي او دفاع وزارت د اوونۍ په پیل کې د ۵۱ طالبانو د وژلو ادعا وکړه.

د افغانستان دفاع وزارت ویاند روح‌الله احمدزی

د افغانستان دفاع وزارت ویاند روح‌الله احمدزی

د دفاع وزارت ویاند روح‌الله احمدزي ازادي راډیو ته د جګړو د شدت په اړه تېره شپه وویل: “فشار د افغان دولتي ځواکونو له‌خوا پر دښمن راوستل شوی دی او په ژمي کې موږ پر دوی فشار زیات کړی دی ترڅو موږ راتلونکی اوړی راحته واوسو.”

د سې شنبې په ورځ هم د غزني په ده‌یک ولسوالۍ کې په هغه ځای کې چې امریکایي الوتکه لوېدلې وه، د افغان کمانډو او طالبانو ترمنځ سخته جګړه وشوه چې بیا امریکایي ځواکونه وتوانېدل چې د الوتکې د لوېدو سیمې ته ځانونه ورسوي.

امریکایي «E11A» پوځي الوتکه د دوشنبې په ورځ د غزني په ده‌یک ولسوالۍ کې وغورځېده او د دې پېښې مسؤلیت طالبانو ومانه، که څه هم امریکایی لوری وایي چې داسې نښې نښاني نه‌لیدل کېږي چې دا الوتکه دې د دښمن په ډزو لګېدلې وي، خو په دې برخه کې تحقیقات روان دي.

په غزنی کې د امریکا هوايي ځواکونو لوېدلې الوتکه

په غزنی کې د امریکا هوايي ځواکونو لوېدلې الوتکه

سربېره په دې چې په تېرو نږدې درې اوونیو کې جګړې سختې شوې دي او د افغان ځواکونو د تلفاتو د زیاتېدو خبرونه خپاره شوي دي، خو دفاع وزارت وایي چې په ۲۰۱۹ کال کې د خالد په نوم د تهاجمي عملیاتو له پیلېدو سره د افغان ځواکونو تلفات کم شوي دي، د دفاع وزارت ویاند روح‌الله احمدزی زیاتوي: “کله چې تاسو دفاعي حالت څخه راوځئ او تهاجمي حالت ته ورځئ، طبیعي ده چې په دې صورت کې د تلفاتو کچه کمېږي، خو بیا هم موږ د جنګ په حالت کې یوو او د جنګ په حالت کې دواړو خواوو ته تلفات اوړي، اما دا په دې معنی نه‌ده چې تر پخوا زموږ د تلفاتو کچه لوړه شوې وي برعکس زموږ تلفات د خدای په فضل ډېر کم شوي.”

طالبانو پخوا ویلي و چې دوی به په افغانستان کې د سولې د خبرو لپاره د شخړو کچه کمه کړي، خو افغان حکومت ټینګار کوي چې د سولې د خبرو لپاره باید اوربند وشي او د شخړو کمېدل ګټه نه‌کوي.



Source link

Leave a Reply