د پاکستان بشري حقونو کمېسيون اسلام اباد کې د مدني فعالانو نيولو غندنه کړې


پولیسو د ترهګرۍ ضد قانون د حکم له مخې د نیول شویو کسانو پرضد رپوټ ثبت کړی.

Image caption

پولیسو د ترهګرۍ ضد قانون د حکم له مخې د نیول شویو کسانو پرضد رپوټ ثبت کړی.

د پښتون ژغورنې غورځنګ ۲۳ پلویان د نورو څېړنو په موخه د ۱۴ ورځو لپاره د راولپنډۍ اډیاله زندان ته واستول شول.

دا کسان پرون په اسلام آباد کې د لاریون پرمهال ونیول شول چې د پښتون ژغورنې غورځنګ د بنسټګر منظور پښتین د نیولو پرضد ترسره شو.

دوی نن په اسلام آباد کې یوې محکمې ته وړاندې کړل شول او محکمې د دوو اونیو لپاره د هغوی د توقیف کولو پرېکړه وکړه.

په دې ډله کې د ملي اسامبلې غړی او د پښتون ژغورنې مخکښ غړی محسن دواړو، سیاستواله عصمت شاه جهان او څلور نور فعالان هم و خو هغوی تېره شپه ناوخته خوشي شول.

پولیسو د ترهګرۍ ضد قانون د بېلا بېلو مادو له مخې ددغو کسانو پرضد رپوټ ثبت کړی.

عصمت شاه جهان بي بي سي ته وویل:

په پاکستان کې نا اعلان شوې مارشلا ده.

د هغې په وینا د نیول شویو کشانو پرضد له پولیسو سره د ترهګریزو کړنو د ثبوت لپاره هیڅ دلیل نه شته.

بل لورته د پاکستان د بشري حقونو کمېسیون د پښتون ژغورنې غورځنګ د پلویانو او سیاسي فعالانو نیول غندلي او د پاکستان له حکومته یې غوښتنه کړې چې ژر تر ژره دې فعالان خوشي کړي.

د دې کمېسیون په بیان کې ویل شوي، داسې هیڅ یې نه دي لیدلي چې وښيي نیول شویو کسانو تاوتریخوالی کړی، خو پولیسو دغه احتجاج کوونکي وهلي ټکولي

دي.

د منظور پښتین ضمانت ونه منل شو

د پښتنو منظور پښتین له کومه راغی؟

د پاکستان پولیس د پښتونخوا په تاکال سیمه کې درې ورځې وړاندې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین ونیو.

له نیولو وروسته هغه دیره اسماعیل خان ته واستول شو چې د ښاغلي پښتین پرضد د پولیسو رپوټ پکې ثبت شوی و.

د ‌‌‌‌‌‌دېره اسماعیل خان پولیسو رپوټ کې ویل شوي، د پښتون ژغورنې غورځنګ بنسټګر منظور پښتین په یاد ښار کې د جنورۍ پر اتلسمه نېټه یوې غو‌‌‌‌‌نډې ته وینا کې د پاکستان اساسي قانون رد کړی و.

Image caption

سیاستوالې عصمت شاه جهان بي بي سي ته وویل، ”په پاکستان کې نا اعلان شوې مارشلا ده.”

د پاکستانیو پولیسو په دغه رپوټ کې ادعا شوې چې ښاغلي پښتین په دې وینا کې ویلي و، چې اساسي قانون نه مني، ځکه چې په دې قانون کې له بشري حقونو سرغړونه شوې او داسې جوړ شوی چې ټول عمر به پنجاب واکمن او پنجاب په اکثریت او پښتانه په اقلیت کې وي.

خو د ملي اسامبلې غړي محسن داوړ ویلي هغه ځکه پولیسو ونیو چې د پښتو د مسلو د څېړلو لپاره یې د جرګې تکل کړی و .

د افغانستان او پاکستان په بیلابیلو ښارونو کې د منظور پښتین د نیولو پرضد او غندنې لپاره پراخ لاریونونه وشول.



Source link

Leave a Reply