ځيني آلمانان ولي نه غواړي چي گاونډی يي يو مهاجر وي؟ | آلمان او نړۍ | DW


شاوخوا ۳۰ سلنه پوښتل سوو کسانو، ويلي دي چي داسي انديښنې ورسره دي چي ښايي کوم مهاجر يي گاونډی سي. څه د پاسه نيمايي کسان بيا په ښکاره ډول له دې څخه ډډه کوي چي خپل کور او يا آپارتمان مهاجرو ته په کرايه ورکړي.

زياتره وخت يوازي يو خارجي نوم کفايت کوي چي هغوي د کور يا آپارتمان د ليدلو له پاره راوغوښتل سي او که نه.

د آلمان د تعصب ضد ايالتي ادارې کميسار بيرنهارد فرانک څرگنده کړې ده چي د خالي کورونو په اړه ورځنيو اعلاناتو کي لا متأسفانه راسيستي څرگندوني ليدلي کيږي. دا په دې معني چي د کور د معرفي کولو په پای کي ليکل سوي وي، »خو يوازي آلمانانو ته په کرايه ورکول کيږي«.

دا په داسي حال کي چي د آپارتمانونو او کورونو په معاملو کي دې کار ته اصلاً اجازه نه ورکول کيږي. اغيزمن کسان کولاي سي خپل د حقونو په هکله معلومات ترلاسه او په قانوني ډول د دغه ډول تعصب پر وړاندي  چلند وکړي.

له ټولو سره د مساوي چلند په اړه قانون کي راغلي دي چي د ژوندانه په ډيرو برخو کي بايد تعصب ته اجازه ور نه کړل سي چي دا کار پر کورونو يا آپارتمانونو باندي هم صدق کوي.

جالبه خبره لا داده چي تقريباً نيمايي اغيزمن سوي کسان، له دغه ډول يوه قانون څخه اصلاً خبر نه ول.

په دغه ټولپوښتنه کي له څه د پاسه ۱۰۰۰ آلماني ژبو کسانو څخه چي عمرونه يي له ۱۶ کلونو لوړ ول، پوښتني  سوي دي.

د نوموړي رپوټ په حواله په عين حال کي دغه ټولپوښتنه په آلمان کي يوې جدي ستونزې ته هم اشاره کوي. د پوښتل سوو کسانو ۸۳ سلنه وايي چي هغوی په دې نظر دي چي په اتنيکي ډلو پوري د تړاو درلودلو او يا هم خارجي ريښې لرلو له امله زياتره وخت د راسيستي دلايلو له امله تعصب موجود وي.

(G.P/N.Z(epd





Source link

Leave a Reply