‘ارزګان کې ۸۰ سلنه خلک د طالبانو عدلي او قضايي ارګانونو ته مراجعه کوي’



د ارزګان والي وايي ۸۰ سلنه خلک د طالبانو عدلي او قضايي ارګانونو ته مراجعه کوي.

والي اسدالله سعید دغه خبرې نن په ترینکوټ کې د استېناف څارنوالۍ د اداري ودانۍ د بنسټ ایښودنې پر مهال کړې دي.

د لويې څارنوالۍ مرستیال چې دغه ولایت ته سفر کړی، که څه هم د والي د دغه خبرو په اړه څه ونه‌ویل خو ژمنه‌یې وکړه چې دوی به فساد له‌منځه وړي او عدالت به ټینګوي.

په دې اړه نور حال د ازادي راډيو خبریال شریف‌الله شرافت په راپور کې چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره‌یې اورېدلی شئ:



Source link

Leave a Reply