د تورخم دروازه بېرته خلاصه شوه


د تورخم دروازه
د لس ساعته بندېدو وروسته یو ځل بیا د تګ راتګ پر مخ خلاصه شوه.

ننګرهار ولایت
کې  چارواکي وايي، چې د تورخم لار تر لس ساعته
بندېدو وروسته یو ځل بیا د مسافرو او موټرو پر وړاندې خلاصه شوه.

د ننګرهار
ولایت چارواکي وايي، چې د تورخم لار یې پاکستاني چارواکو سره د خبرو له لارې خلاصه
کړې ده.

نن سهار (
چهارشنبه سلواغې ۱۰ ) پاکستان د تورخم لار د افغانستان پر مخ بنده کړه، او لامل یې
امنیتي ستونزې ښودل شوې وې.

د پاکستان له
لوري د تورخم دروازې بندېدو وروسته یو شمېر داسې راپورنه هم خپاره  شول چې تورخم ته نږدې  د پاکستان پر پوځيانو له نامعلوم لوري د راکېټ
برید شوی ، چې له همدې امله یې د تورخم لار بنده کړې وه.



Source link

Leave a Reply