ادريس زمان په ارګ کې د یوې کړۍ په غوښتنه له دندې ګوښه شوی


په ایټالیا کې د افغانستان نوې سفیرې هلینا
ملکیار په سفارت کې له ځینو دیپلوماتانو سره اختلافات راغلي او هغې د خپلې شخصي
اړیکو پر بنسټ په دې اړه په
ارګ
کې یوې کړۍ ته شکایت کړی دی

ولسمشر غني له
ادریس زمان څخه غوښتي وو چې دغه دیپلوماتان هېواد ته راوغواړي او دندې یې ورختمې
کړي خو زمان له دې کار سره مخالفت ښودلی و

د هارون چخانسوري تر ټاکل کېدو وروسته د بهرنیو چارو
وزارت زبیر احمد جوینده، احمدشاه علي زوی، وجیهه قاضي، رحمان نظر بیلیم او
عبدالمتین هېواد ته را غوښتي

(کابل-ویسا) د بهرنیو چارو وزارت پخواني سیاسي معین او
سرپرست ادریس زمان په ارګ کې د یوې کړۍ په غوښتنه له دندې ګوښه شوی دی.

ویسا ته رسېدلې معلومات ښيي چې په ایټالیا کې د
افغانستان د نوې سفیرې هلینا ملکیار او ځينو نورو ډیپلوماتانو ترمنځ اختلافات د دې
موضوع اصلي سرچینه ده.

معلومات ښيي چې په ایټالیا کې د افغانستان نوې سفیره
هلینا ملکیار د خپلې شخصي اړیکو پر بنسټ د دغو اختلافاتو او ستونزو په اړه په ارګ
کې د ننه یوې کړۍ ته شکایت کړی دی. په ارګ کې د ننه د دغه کړۍ په سپارښتنه ولسمشر
غني د بهرنیو چارو وزارت پخواني سرپرست ادریس زمان ته هدایت وکړ چې دغه دیپلوماتان
هېواد ته را وغواړي په ایټالیا کې یې دندې ختمې کړي، خو ادریس زمان له دغو
دیپلوماتانو ملاتړ کړی او هغوی یې مسلکي کسان بللي دي.

معلومات ښيي چې ولسمشر غني د ادریس زمان پر دغه کار غوسه
شوی او هغه یې له دندې ګوښه کړی دی.

په ورته وخت کې راپورونه وايي چې د بهرنیو چارو وزارت له
ایټالیا څخه خپل پنځه ډیپلوماتان هېواد ته راغوښتي دي.

سرچینې وايي چې دا کار وروسته له هغه شوی چې د دغو
دیپلوماتانو او د سفیرې ترمنځ ستونزې رامنځته شوې دي. زبیر احمد جوینده، احمدشاه
علي زوی، وجیهه قاضي، رحمان نظر بیلیم او عبدالمتین هغه پنځه افغان ديپلوماتان دي
چې هېواد ته را غوښتل شوي دي.

که څه هم ادریس زمان مخکې د دغو دیپلوماتانو ملاتړ کړی و
خو د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي مرستیال او سرپرست په توګه د هارون چخانسوري تر
ټاکل کېدو وروسته د بهرنیو چارو وزارت دغه اقدام کړی دی. ویل کېږي د ولسمشر غني
مېرمن رولا غني هم په دغه مسئله کې ښکېله ده





Source link

Leave a Reply